جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهستانکزی: که طالبان د ملکي تلفاتو درولو ته ژمن وي، نو ژر...

ستانکزی: که طالبان د ملکي تلفاتو درولو ته ژمن وي، نو ژر دې اوربند وکړي

تاند ( سه شنبه، د عقرب ۱۳) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په تازه ټوېټ پیغامونو کې په کابل پوهنتون کې وروستۍ خونړۍ پېښه غندلې  ده.

هغه لیکلي، چې د دې ټولو بریدونو او وحشتونو مرکز یو دی خو له بېلو څانګو فعالیت ترسره کوي.

نوموړي ویلي که طالبان په رښتیا د وینې درولو ته ژمن وي او غواړي د دښمن لاس د افغانانو له مرۍ لنډ کړي نو ژر تر ژره دې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته دې ادامه ورکړي.

ستانکزي وسله والو طالبانو ته په اشارې سره ویلي چې په دې برید کې ښکېل دي او ځانونه د مسوولیت په نه منلو نه شي خلاصولی.

معصوم ستانکزی همدا راز زیاتوي، چې دغه خونړۍ او وحشتناکه پېښه د ترسره کوونکو پر تندي تور داغ دی چې هېڅ وخت به ونه بښل شي.

د افغان مذاکراتي پلاوي دا غړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ په کابل پوهنتون ډله ییز وسله وال برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د یاد برید له امله نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب