Homeداسې هم شتهساینسد شانګهای په یوه رستوران کې روباټان ګومارل شوي

د شانګهای په یوه رستوران کې روباټان ګومارل شوي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۲) د چین د شانګهای ښار په یوه رستوران کې د ګارسون په ځای روباټانو کار پیل کړی دی.

د شانګهای په هیما رستوران کې روباټیک ګارسونان مشتریانو ته ډوډۍ رسوي او د هغوی سپارښتنو ته ځواب وايي.

مشتریان د یوه اپلیکېشن له لارې د رستوران روباټانو ته فرمایش ورکوي.

دا روباټ او ورسره تړلی اپلیکېشن خپلو مشتریانو ته د هغو خوړو، چې دوی یې فرمایش ورکړی، د پخلي پروسه هم ورښيي. مشتریان د خپل موبایل یا هرې بلې ځیرک الیکترونیکي وسیلې په شیشه (سکرین) کې د خوړو د پخلي ټول بهیر وویني.

کله چې خواړه په پخلنځي کې پاخه او تیار شول، روباټ یې په سرپوښلي بکسه کې مشتري ته وړي.

تر دې کلونه وړاندې په جاپان کې یوه هوټل د مېلمه پالو په ځای له روباټونو څخه کار واخیست.

تېره اوونۍ په چین کې د روباټونو په نندارتون کې راز راز نندارتونونه وښودل شول. لاندې یې په ویدیو کې کتلی شئ

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...