Homeداسې هم شتهساینسد ټکنالوژۍ په مټ د ودانۍ د ځای بدلون

د ټکنالوژۍ په مټ د ودانۍ د ځای بدلون

تاند- د چین په شانګهای کې د یوه ښوونځي ودانۍ د ټکنالوژۍ په مرسته روغه له خپل ځایه بل ځای ته یووړل شوه.

دا ودانۍ د دې لپاره له هغه ځایه لېرې کړل شوه چې سوداګري سیمه وه او په تګ راتګ کې یې ستونزې پېښولې خو د دې لپاره چې چارواکي یې ړنګولو ته اړ نه شول ټکنالوژي مرسته وکړه چې ودانۍ سلامته له خپل ځایه یوه بل مناسب ځای ته انتقال شي.

دا ودانۍ ۸۵ کاله پخوا په شانګهای کې جوړه شوې ده. او وزن یې ۷۰۰۰ ټنه دی.

تر دې ډېر کلونه پخوا په یو شمېر اروپايي هیوادونو کې هم ځینې تاریخي او لرغونې ودانۍ، چې د ښاري ترافیک خنډ کېدې، له خپل ځای څځه سلامتې بل ځای ته وړل شوي دي خو چینایانو دا کار د پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ کړی دی.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...