Homeسپورتد کرکټ یو بل لوبغاړی د ترافیکي پېښې قرباني شو

د کرکټ یو بل لوبغاړی د ترافیکي پېښې قرباني شو

تاند (دوشنبه، د عقرب۱۲) د افغانستان د کرکټ یو بل ځوان لوبغاړی همیم عبید په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

عبید د یکشنبې په ورځ له خوست څخه کابل ته روان و چې په لاره کې له ترافیکي پېښې سره مخامخ شو.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ یو تکړه لوبغاړی نجیب تره کی هم په ترافیکي پېښه کې له ژونده بې برخې شو.

تره کی تېره میاشت (میزان) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په یوې ترافیکي پېښه کې ټپي او له څلور ورځو وروسته يې په روغتون کې د ۲۹ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د همیم عبید په اړه ویل شوي چې په ترافیکي پېښه کې یې مور هم مړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...