جمعه, فبروري 6, 2026
Homeکلتوراریانا سعید په کورونا اخته شوې

اریانا سعید په کورونا اخته شوې

تاند(سې شنبه، د عقرب۶) مشهوره افغان سندرغاړې اریانا سعید په کورونا وایرس اخته شوې ده.

د اریانا سعید کوژدن حسیب ساید د اریانا سعید پر فیسبوکپاڼه لیکلي چې اغلې اریانا قرنطین او استراحت ده.

ښاغلي ساید د اریانا سعید مینه والو ته ډاډ ورکړی چې «د افغانستان د موسیقۍ د دنیا د ملکې له روغتیايي حاله به مو خبر کړم.»

اریانا سعید نه یوازې په افغانستان بلکې د سیمې په یو شمېر هیوادونو کې هم ګڼ مینه وال لري.

په کورونا د هغې د اخته کېدو د خبر په غبرګون کې ګڼ شمېر افغانانو په دري ژبه دعاوې لیکلي او د روغتیا هیله یې ورته څرګنده کړې خو په څو محدودو پښتو تبصرو کې ورته بد رد کښل شوي دي.

ځینې کسان دا ډول منفي تبصرې د یوه قوم د ټیټ کلتور ښکارندویې بولي.

5 COMMENTS

  1. آریانا سعید او ټولو مسلمانانو ته د الله ج له کورونا او نورو مهلکو امراضو نه شفا ورکړي .

  2. اریانا سعید ته د الله شفا ء ورکړي ! اریانا سعید د پښتو اودري ژبو ملکه سندر غاړې ده چې دافغاني موسیقي فرهنګ مخته بیایې ! الله د نورې هم داسې پيداکړي ! کّه په افغانستآن کې انساني حکومت راشي نو پاید د اریانا سعید په نوم د هنر اکادمي خلاصه کړي او د ټولو هنر مندانو لکه میرمن پروین ، ژیلا ، رخشانه، دوری لوګری ، رحیم غمزده اود نورو ټولو عکسونه او مجسمي پکشي ځای پر ځای شي ، کلاسیکه -، عصري مو سیقي ، تیاتر او فلمي هنر پکشې تدریس شي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...