Homeخبرونهامریکا هند ته ویلې د افغانستان سوله مو په ګټه ده همکاري...

امریکا هند ته ویلې د افغانستان سوله مو په ګټه ده همکاري ورسره وکړئ

تاند(سه شنبه، د عقرب۶) امریکا له هند غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر اړخیزه همکاري وکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه سفر هند ته تللی و او هلته یې له خپل هندي سیال جي شنکر سره کتلي دي.

دوی د نورو اړوندو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر سوله هم خبرې کړې دي.

امریکا ویلي چې د افغانستان سوله د هند په ګټه ده او هندي لوری باید په دې برخه کې ډېره همکاري وکړي.

جي شنکر بیا ویلي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي، دداسې خبرو په ملاتړ کې ولاړ دي چې هېڅ راز بهرنی فشار پکې نه وي او هر څه د افغانانو په خوښه مخ ته لاړ شي.

نوموړي د ترهګرو ډلو د مرکزونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او امریکا ته یې ویلي چې دغه ډلې د ټولې سیمې لپاره خطرناکې دي او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.

هند ډاډ ورکړی چې د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي او د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیر سره همکاري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...