Homeخبرونهفنلنډ: د افغانستان د سولې په برخه کې بشپړه همکاري کوو

فنلنډ: د افغانستان د سولې په برخه کې بشپړه همکاري کوو

تاند(سه شنبه، د عقرب ۶) فنلنډ وایي د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د فنلنډي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي څو له افغان چارواکو سره د سولې پر روانو مسئلو خبرې وکړي.

هغه ویلي چې د یوه با ثباته افغانستان جوړېدل د فنلنډ تر ټولو ستره هیله ده او د سولې په پروسه کې هم هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

فنلنډ ویلي تمه لري چې په افغانستان کې نږدې پنځوس کلنه جګړه پای ته ورسېږي او افغانان په خپلو کې د سولې توافق وکړي.

سرچینه کاږي چې دواړه لوري به ددوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...