جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما: روان کال تر دې دمه ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې...

یوناما: روان کال تر دې دمه ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند(سه شنبه، د عقرب ۶) ملګري ملتونه وایي چې د سولې د خبرو تر پيلېدو وروسته لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او د ملکي وګړو په تلفاتو کې کموالی نه دی راغلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له لوري د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰ز کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه کاږي چې له دې ډلې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي. یونما وایي چې د ۴۵ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت پر وسله والو طالبانو دی او د یادې شمېرې د ۲۳ سلنې مرګ ژوبلې مسوول بیا افغان ځواکونه دي.

یونما دغه راز اندېښنه ښيي چې د افغان پوځ په هوایي بریدونو کې ملکي تلفات ډېر شوي دي او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د خونړیو جګړو د پای ته رسېدو سبب شي.

یونما داسې مهال دغه راپور خپروي چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړې خورا خونړۍ شوې دي او د هوایي بریدونو، سړ غاړې ماینونو او مخامخ نښتو له امله ملکي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب