جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پيښور یوه مدرسه کې چاودنې ۷۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې...

د پيښور یوه مدرسه کې چاودنې ۷۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند(سه شنبه، د عقرب ۶) د پېښور دې دېر په یوه مدرسه کې درنه چاودنه شوې ده.

په پېښور کې ځايي رسنۍ وايي چې چاودنه نن سهار شوې ده او له امله یې اووه اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پېښور کې د دولتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې له سیمې ۷۰ ټپیان او اووه جسدونه وروړل شوي دي.

د پېښور ځایي پولیس وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

بلخوا ځينې نورې خبري سرچینې بیا وايي چې چاودنه د مشهور مولوي شیخ الحدیث رحیم الله حقاني پر مدرسه کې شوې ده،په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

3 COMMENTS

  1. د دوی او اهل حدیثو په خدای لانجه ده یوه دله وایی خدای له جهان د باندی دی او بله وایی د عرش د پاسه دی

    دا چی د خدای لخوا کوم جواب نشته نو دوی لانجه کی لویدلی،

  2. ستا خو دې رنګ ورک شي په دې خبر. د عنوان په لوستلو د لوستونکي زړه وغورځیږي. دا عنوان باید داسې وای:
    د پيښور په یوه مدرسه کې چاودنه، ۷ مړه ۷۰ ټپیان
    لطفا خلکو ته ذهني تکلیفونه مه پیدا کوئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب