Homeخبرونهایران له هراته د سروزرو د ایستلو لپاره افغان زرګرو ته امتیازونه...

ایران له هراته د سروزرو د ایستلو لپاره افغان زرګرو ته امتیازونه ورکوي

تاند(سې شنبه، د عقرب ۶) د هرات والي وايي، یو ګاونډی هیواد په هرات کې د نا امنیو د زیاتوالي له لارې له دې ولایت څخه د سروزرو د ايستلو هڅه کوي.

والي سید وحید قتالي که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو د هرات د زرګرانو اتحادیه وايي چې ایران هڅې پیل کړي چې افغان زرګرانو ته په خپله خاوره کې اسانتیاوې او د اوسېدو امکانات برابر کړي او لسګونه افغان زرګرانو خپل سره زر ایران ته وړي دي.

یو شمېر زرګران ادعا کوي چې لا هم له هرات څخه ایران ته د سرو زرو قاچاق دوام لري.

د وروستیو نا امنیو له کبله په هرات ولایت کې پانګه په ورکېدو ده او دې چارې اندېښنې راپورته کړې دي.

د سرو زرو یو شمېر کارو باریانو د نا امنیو له امله خپله پانګه له هرات نه ایستلې ده.

محمد شریف چې په دې ولایت کې د سرو زرو کاروبار کوي وایي:《زه زرګر وم، موږ دوکانونه درلودل خو وګواښل شو او لوټ شو. اوس هم یو په بل پسې ګواښل کېږو، مجبور یو هېواد پرېږدو.》

د زرګرانو له تېښتې سره د سرور زرو بیې هم لوړې شوي.
اوس د پخوا په پرتله د عربي زرو په هر ګرام کې ۸۰۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی، دمګړۍ په هرات کې د عربي سرو زرو هر ګرام په ۴۰۰۰ افغانیو پلورل کیږي.

د هرات د سرو زرو د اتحادیې مشر، نثار احمد توکلي وايي چې د افغانستان ګاونډی ایران هڅه کوي چې د سرو زرو د کارکوونکو پام ځانته واړوي

نوموړی زیاتوي: 《هر وخت چې د سرو زرو کار یا پانګه ایران ته لېږدوي په ایران کې سخت هڅول کېږي او ښه راغلاست ورته ویل کېږي، د اقامت، کور، مکتب په شمول ټول امکانات راته برابروي.»

یو زرګر، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: 《 هره ورځ تر 30 کیلو ګرامه سره زر ایران ته قاچاق کیږي. دا لا څرګنده نه ده چې په ایران کې چیرته ځي.》

د هرات یو شمېر زرګرانو ازادي راډیو ته وویل، چې پر ایران د متحده ایالاتو د بندیزونو له بیا پیل سره اوس یاد هېواد زرو ته اړتیا لري او زیاتوي چې له هرات څخه ایران ته د ډالرو قاچاق هم ډیر شوی دی.

شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې، د هرات والي وحید قتالي په هرات کې له صرافانو، کسبګرو او زرګرانو سره په ناسته کې پرته له دې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي، یو ګاونډی هیواد، د وېرې او ترهې په رامنځته کولو سره له هرات څخه د سرو زرو او پانګو د ایستلو هڅه کوي.

په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مسولانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرو زرو د اتحادیې د مسولانو په وینا هرات له کابل وروسته په افغانستان کې ډېر سره زر لري مګر دوی د امنیتي ګواښونو له امله د هرات د سر زرو اندازه نه ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...