Homeخبرونهنی: د امرالله صالح په ګډون هېڅوک د خبریالانو د تهدید حق...

نی: د امرالله صالح په ګډون هېڅوک د خبریالانو د تهدید حق نه لري

تاند(سه شنبه، د عقرب ۶) هېڅوک د خبریالانو د وېرولو او تهدیدولو حق نه لري.

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په تازه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون هېڅوک حق نه لري چې خبریالان و وېروي او یا یې تهدید کړي.

سرچینه کاږي لومړي مرستیال په وروستیو ورځو کې ویلي د هغو خبریالانو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کوي چې په تخار کې یې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

نی ادارې زیاته کړې چې هېڅ فرد په افغانستان کې د خبریالانو د ګواښولو او وېرولو حق نه لري او دا کار د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې عمل دی.

د نی په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د بیان ازادي د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاس ته راوړنه ده او حکومت یې د ګواښلو پر ځای باید ساتنه وکړي.

2 COMMENTS

  1. نی: سمه ګوت څنډنه کړې. امرالله خان صالح د جمهوریت د لاسته راوړنو مدعي دی او په تشویش کې دی، چې طالبان به یې له خاورو سره خاوري کړي.

    د تخار د پیښي په رابطه یې زیات درواغ وویل او د اساسي قانون خلاق څرګندوني یې له ملکه بهر هم و غندل شوې. د جمهوریت لپاره د امرالله پیشرو تر طالب زیات خطر ناک بریښي.

    • امرالله صالح د تاریخی افغانستان اصیل میړنی بچی دی . نوموړی د خپل هیواد دملی ارزښتونو ستر مدافع دی او د امرالله صالح هر ګام صرف د ده دګران هیواد افغانستان د ساتنی او ځمکنی بشپړتیا لپاره دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...