جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هرات د والي په ګډون ۲۱ تنه چارواکي محکمې ته معرفي...

د هرات د والي په ګډون ۲۱ تنه چارواکي محکمې ته معرفي شول

تاند (دوشنبه د عقرب ۵) لویه څارنوالي وایي، د هرات د والي په شمول ۲۱ کسان د اداري فساد په تور محکمې ته ور وپېژندل شول.

د لویې څارنوالۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په هرات کې د کورونا ویروس په بودیجه کې د اداري فساد د شک په اړه د پلټنې ادارې تر څېړنو وروسته د یادو کسانو دوسیه د دوی له خوا محکمې ته لیږل شوې ده.

اعلامیه زیاتوي، د قضیې د مؤظف څارنوال له خوا  ۲۱ کسان د کورونا پروړاندې د مبارزې په بودیجه کې د ۲۰ میلیونه افغانۍ اختلاص په جرم محکمې ته ورپیژندل شوي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې په دغو ۲۱ کسانو کې د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د ولایتي شورا درې غړي، د عامې روغتیا رئیس، د بودیجې د آمریت غړی، د آسیا فارما شرکت مرستیال او استازی، د السید افغان شرکت رئیس، د مستوفیت د کنټرول مدیر، د کنټرول مدیر، په هرات کې د کورونا سټاک مسؤل، درې تنه د تسلیمي پلاوي غړي، د ارزونې د پلاوي یو غړی او د ډاکټرانو د نظارت د کمیټې غړي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې هم د پلټنې ادارې ویلي و، چې د کورونا پر ضد د مبارزې په بودیجه کې د پراخ فساد په قضیو کې د لاس لرلو په تور د حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې هغه مهال ویلي و، چې د دوی د څېړنو پر اساس په هرات، بدخشان، نورستان او میدان وردک ولایتونو کې هم د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په بودیجه کې میلیونونه افغانۍ فساد شوی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d9%84%d9%bc%d9%86%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a7%d8%b1%db%90-%d8%af-%db%b4-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%a8%d8%b1%d8%ad%d8%a7%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%ae%d9%88%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب