جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهله عبدالله، رحماني او حکمتیار وروسته دواوودزی اسلام اباد ته لاړ

له عبدالله، رحماني او حکمتیار وروسته دواوودزی اسلام اباد ته لاړ

تاند(دوشنبه، د عقرب۶) د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی پرون (یکشنبه) اسلام اباد ته ورسېد چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول خبرې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي، داوودزی به له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان پر سولې د خبرو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د سوداګرو په یوه سیمینار کې هم ګډون وکړي.

په دغه سیمینار کې به د دوو هیوادونو د سوداګري راکړو ورکړو د پراختیا او د ترانزیت په لاره کې د خنډونو پر لېرې کېدو خبرې وشي.

پاکستاني رسنۍ وايي، دغه هیواد ته د داوودزي سفر له افغان مشرانو سره د کتنو په اړه د پاکستان د پالیسۍ برخه دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله، د اسلامي حزب د یوې څانګې مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسي جرګې د رييس میررحمان رحماني په شمول د دې جرګې ۱۷ کسیز پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب