جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهجمهوریت د ګرځولوپه کشمکش کې| شهرت ننګیال

جمهوریت د [زه] ګرځولوپه کشمکش کې| شهرت ننګیال

د 1984 دسمبرمیاشت وه، په پاکستان کې افغان کډوالوته د خدای د میلمنو په توګه ښه راغلاست ویل کېده، پنډغالي یو په بل پسې غځېدل، د جهاد هنګامه توده وه، له لوېديز اوعربو د مرستو چينې خوټېدلې، په راشن پاس کې پر دالو، غنمو، غوړیو او…سربېره د [پچاسي] ځانګړې خانه هم ډکه وه. د ناصرباغ پنډغالي کې له لودیز د راغلیو، ښاغلیو سرمشرانو لپاره ځانګړی سټیج جوړشوی و چې له کډوالو سره د خواخوږی په څرګندولو ځوانان سپیڅلې جګړې ته دیکه کړي.
ریګن، مارګریت تاچر اوجنرال ضیا په ګډه د جهاد او اسلام له غمه اوښکې تویولې.
لویديز دموکراسی ته په شا اړولو د پاکستان پوځي دیکتاتور مارشالایی حکومت له ټولو منلی نظام ښکاریده، ځکه خو یی په افغانستان کې هم د اسلامي نظام ټینګښت ته مټې نغښتې وې.
قاضي حسین احمد پر مولانا کشاف او میجرمست ګل د جهاد کنفرانسونه تاوده ساتل.
د دسمبر پر یوولسمه جنرال ضیا ریفرنډم اعلان کړ چې خلک رایه څرګنده کړي چې اسلامي نظام غواړي که نه؟
پر سبا یی د ریفرنډم پایلې اعلان کړې، ۹۹ سلنه د اسلامي نظام غوښتونکي اعلان شول.
ماښام جنرال ضیا تاو کړي بریتونه پر تلویزیون له څرګندیدو سره اعلان کړه چې ۹۹ سلنې  اسلامي نظام غوښتی، د دې مانا دا ده چې دوی په حقیقت کې زه او زما نظام غوښتی، ځکه دا زه یم چې د اسلامي نظام د نفاذ پر هوډ دریدلی یم، فلهذا د ریفرنډم پایله چیف مارشالا صدرجمهوریه اسلامي پاکستان جنرل محمد ضیاالحق دی.
افغانستان کې  ورته لوبه غځېدلې چې له امله یی جمهوریت ته  د [زه] مانا را ایستلې ده، له همدې خایه
په افغانستان کې د جمهوریت مانا حامدکرزی، او محمد اشرف غني راوتلې.
که پرون چا جمهوریت غوښت مانا یی دا را ایستله چې حامد کرزی غواړي، نن که جمهوریت غوښتل کيږی مانا یی اشرف غني راوځي.
جمهوریت د یوه شخص د حاکمیت د دوام ضمانت نه دی، اشرف غني دې خلک پر طالبانو نه ډاروي چې که د ده فاسد حکومت او مفسدو چارواکو ته یی کرښه تېره کړه مانا جمهوریت یی چلنج کړ، که د ده له فاسد حکومت او مفسدې ادارې یی برات وښود طالبان به پرې راوغورځی، له طالبانو ډار دې د خپل نامشروع واک دوام نه ګرځوي.

9 COMMENTS

  1. جالبه لیکنه، شروع یې ښکلې ده خو په پای کې د ضیاالحق او اشرف غني یا کرزي مقایسه ډېره خوندوره نه ښکاري.
    حبیب ثاقب

  2. کله کرزي یا اشرف غني ویلي چې جمهوریت یعني که دوی نه وي نو جمهوریت نشته.
    د دې هیواد په ۵ زره کلن تاریخ کې د اول وار لپاره د همدوی په دوره کې قدرت بې جنجاله او د انتخاباتو د نتیجو پر اساس د انتقال شو.
    ننګیال صاحب همدا جمهوریت دی چې ناست په کابل کې یې خو غوړه مالي طالب ته کوې. فکر کوې چې حقانیان راوران دي. ضرورت نه لرې چې مدحې ورته ولیکې. که یې چوکۍ درکوله په هماغه پخوانیو خدمتونو یې هم درکوي ځان هسي تاریخ او ملت ته مه مختوروه.
    را به شي او وبه دې وینم چې بیا هم د وخت د واکمن پر ضد داسې څه لیکلی شې.
    ضیاالحق تر پرون پورې تاسو اسلامکارو ته آیډیال و خو نن یې په ډیر بې ربط ډول له اشرف غني او کرزي سره مقایسه کوې.
    رشید

  3. د کال په اول کی مونږ لیکلی وو چه غنی دی نخری نکوی او د سولی لیاری ته دی په اخلاص ورګډ سی. خو څه وخت لا نه وو تیر شوی چه د هغه له اخلاص نه مونږ لاس ومینځه. او ومو لیکل چه لدی نه وروسته دی دهر افغان قتل د هغه د غاړی پیټی سی.
    په داسی جمهوریت دی اور ولګیږی چه د یو ملیون خلکو د قتل سبب شی. دا جمهوریت ندی انارشی او بی قانونه دولتداری ده. چه ارذال پکی حاکم او د خلکو غارت او چپاول وی نو هغه به څه وی؟

  4. ثابته تا څه وخت لاس ورکړي وو سي اوس يي ميځي
    ستا لاس د هلمنديانو او کابليانو په وينو ککړ دی حقيقت ويل فرض دي خو ته ثابت د حقيقت ويلو لپاره ګونګی يي.

  5. فرض محال که جمهوریت نه وي ، له ټالبي حمارت راتلو سره به نور خلک نه وژل کیږي ؟

  6. دا یی د جمهوریت ګټه. جمهوریتخواهان رښتیا ویل جرم ګڼی. دوی چه اوس داسی وی نو که پاته سی جمهوریت به رانوړی یو فاشیست دولت به ایجاد کړی. د کمونستانو او نازیانو فرق څه دی؟

  7. د ع.واحدی ورور د خبری په تائید:
    طالب مالب باید د لومړی ځل حاکمیت د څرنګوالی خوبونه له خپل ذهن څخه وباسی، دا ځل که احتمالاً حاکمیت ته وګومارل سی یا د حاکمیت پر مقام نصب هم سی نو په هیڅ توګه به ئی د وینو د مصئونیت ضمانت وجود ونلری او نا ممکنه ده چی دا ځل ( تیر ځل غوندی) فقط د انارو په لښته وولس رام او آرام او تحمیر کړای سی بناً ښه به وی چی طالب ځان ته جهنم جوړ نه کړی او ځان د لاهور د حرامی او انګریز پالونکو او انګریز پرستو افسرانو او مُلایانو د تورو منګولو څخه را ټول او د وولس د اوښکو په وچولو کی د نورو صالح بندګانو سره مرسته وکړی.

  8. د ملا آی اس آی په جیب کې د کفر ټاپه تیاره ایښې ده . که د پنجاب د منافعو پرخلاف څه ولیکې سمدستې د کافر ، کمونست او اوس لا فاشیست هم ورسره اضافه شو ، ټاپه درباندې ږدي . لعنت شه ستا پدې منصفې او پرديتوب باندې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب