جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد بنګله دېش دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه د شرعي...

د بنګله دېش دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه د شرعي نصوصو سره په ټکر کې وبلله

تاند (دوشنبه د میزان ۵) له افغان دیني عالمانو وروسته د بنګله دېش دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه نا روا وبلله او له ښکیلو خواوو  یې وغوښتل چې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او جګړه ختمه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بنګله دېش دیني عملیاتو پرون یکشنبه په پلازمېنه ډاکه کې افغانستان کې د سولې لور ته د دعوت تر نامه لاندې ناسته کړې او دا فتوا یې صادره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې دیني عالمانو د افغانستان د جګړې په اړه بحثونه وکړل او د یوې اعلامیې په ترڅ کې یې په افغانستان کې روانه جګړه مطلق حرامه وبلله.

دغو بنګله دیشي عالمانو په قطر کې د بین الافغاني مذارکراتو ملاتړ وکړ او په افغانستان کې د یې د بې ګناه مسلمانانو په نه وژل کېدو ټينګار کړی دی.

په دې ناسته کې د نړۍ د دیني عالمانو له لوري د افغان جګړې د حراموالي فتوا ته په اشارې په افغانستان کې روانه جګړه د مسلمانانو تر منځ، ورور وژنه او د شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده.

د بنګلادېش دیني عالمانو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي، اوربند وکړي او د سولې په صادقانه مذاکراتو سره ځان او ولس سولې ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې پرون یکشنبه په کابل کې هم زرګونو دیني عالمانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه حرامه او مسلمان وژنه وبلله.

د دوی په خبره چې دا جګړه د قدرت او څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره روانه ده، چې هېڅ شرعي جواز نه لري. دوی هم پر دواړو لوریو غږ وکړ چې د خپلو ګټو لپاره دې عام وګړي نه وژني بلکې سوله دې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اونیو کې په هیواد کې د جګړې شدت زیات شوی او هره ورځ پکې لسګونه کسان وژل کیږي. وړمه ورځ د کابل په دشت برچي کې ځانمرګی برید وشو، چې ۲۴ کسان پکې ووژل شول او ۵۷ نور ټپیان شول.

2 COMMENTS

  1. الهي شکر چې د افغانستان د رښتینو دیني عالمانو غږ د بنګلدېش تر مسلمانانو ورسېد. له بنګلدېشیانو ورونه نه مننه چې د افغانانو وژل یې حرام ګڼلي دي او د حق دا غږ يې له مونږ سره بدرګه کړیده .
    هیله ده چې زمونږ دعالمانو غږ د ټولې نړۍ د رښتینو او صادقو مسلمانانو تر غوږو ورسیږي او په پنجاب او د هغوي پرټالبي مزدورانو فشار راوړي چې په افغانستان کې مسلمان وژنه ودروي .

  2. ده ټولو علماوه فتوا غلط صرف او صرف ده ای اس ای فتوا درسته ده کور مو وران شه ده پوډرو او هیروینو سوداګروه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب