جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان د سوداګریزې پراختیا سیمینار پيل شو

د افغانستان او پاکستان د سوداګریزې پراختیا سیمینار پيل شو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۵) په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوه ورځنی سیمینار پیل شو.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه سیمینار نن پیل شوی او له دواړو لورو پنځه سوه کسانو پکې ګډون کړی دی.

صادق وایي د کنفرانس موخه ،د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړيکو پراختيا او د په دې برخه کې د شته خنډونو له منځه وړل دي.

نوموړی وایي په کنفرانس کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی دی.

دا کنفرانس داسې مهال پيلیږي چې د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی پرون (یکشنبه) اسلام اباد ته تللی او ویل کېږي نوموړی به هم په ياد کنفرانس کې ګډون وکړي.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%ad%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%d9%87-%d8%af/

بل لورته افغان سوداګر بیا وایي چې پاکستان او افغان لوري په ځلونو د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کړې، خوپاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

دوی وایي پاکستان په لوی لاس په سوداګریزه برخه کې خنډونه جوړوي او بیا هم هیله من نه دي، چې په خپلو ژمنو به عمل وکړي.

1 COMMENT

  1. داسې ډېرسیمینارونه او غونډې به جوړې شي ، خو پنجاب د افغانستان ازلي دښمن دی . هغه به هېڅکله پرخپلو ژمنو عمل ونکړي .
    په پښتو کې یو متل دی که غل نه اوړي ، مل د واوړي .
    له افغان سوداګرو نه داهيله لرو چې د پنجاب دوستي ، سوداګري ، همکاري خوشې کړئ . بله لار که څه هم لږ اوږده وي ، مصارف به یې زیات وي خو مطمئنه به وي ، پیدا کړئ . پښېماني بیا ګټه او سود نه لري . دا اوس هم د پټي سر دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب