سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهعمران خان: تاریخ راښوولي چې په افغانستان کې مداخله بریالۍ شوې نه...

عمران خان: تاریخ راښوولي چې په افغانستان کې مداخله بریالۍ شوې نه ده

تاند(دوشنبه، د عقرب۶) عمران خان وايي، پاکستان د هر هغه چا ملاتړ کوي چې افغانان یې واک ته ورسوي.

عمران خان د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې په دوه ورځني سیمینار کې همداراز وویل، پاکستان به له کابل سره که هر څوک هلته واک په لاس کې اخلي، همکاري پراخوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د رييس میررحمان رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې ۱۷ کسیز پلاوی او دغه راز د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی عمرداوودزی هم په دې سیمینار کې ګډون لري.

د پاکستان صدراعظم عمران خان سیمینار ته وویل چې پاکستان هم د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې له کبله زیان کړی دی.

«له افغانستانه وروسته د جګړې له لاسه پاکستان تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.»

د پاکستان صدراعظم یو وار بیا دې ته اشاره وکړه چې که پاکستان پخوا له افغانستان سره هر څه کړي وي، باید هېر شي او راتلونکی ته وکتل شي«له تېر وخته یوازې یوه ګټه کولی شو او هغه دا ده چې باید ورڅخه زده کړه وکړو نه دا چې په ماضي کې پاتې شو.»

ده زیاته کړه«څه چې تاریخ موږ ته راښوولي دا دي چې بهرنۍ مداخله هیڅکله په افغانستان کې بریالۍ شوې نه ده، باید خلک پرېښودل شي چې په خپله خپله پرېکړه وکړي. خلک دې پرېکړه وکړي چې څوک غوره شي، پاکستان به د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي او ټینګې اړیکې به ورسره وساتي.»

ده د هند پر حکومت انتقاد وکړ، ویې ویل چې د دغه هیواد په تاریخ کې هیڅکله د اوسني حکومت په شان له مسلمانانو سره مخالف حکومت نه دی راغلی.

د پاکستان صدراعظم دا هم وویل «په پاکستان کې وېره ده چې هند به له افغانستان څخه د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي. خو موږ پرېکړه کړې چې د افغانستان د خلکو د هیلو ملاتړ کوو ځکه چې د دې سیمې راتلونکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو او همکارۍ پورې تړلې ده.»

په سیمینار کې به، چې «۲۰۲۰ پاکستان – افغانستان سوداګري او پانګونه فورم» نومېږي، د افغانستان د ولسي جرګې رييس هم خبرې وکړي.

په وروستیو دوو کلونو کې د پاکستان له لوري د لارو د بیا بیا بندولو او د ترانزیت په لاره کې د خنډونو د جوړولو له کبله د دوو هیوادونو سوداګري راکړه ورکړه، په تېره بیا افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر کم شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا د فرصتونو دوه ورځنی سیمینار نن په اسلام اباد کې پرانیستل شو.

1 COMMENT

  1. د عمران خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان او پاکستان سوداګري ترټولو ډېرتاوان کړی دی . دا ټول دعمران خان غلط او له افغانستان سره د دښمني ډک سیاست دی . د افغانستان خلک او د دواړو هېوادونو تاریخ به ستاسو دا ناځواني او افغاني ، اسلامي ضد سیاست هېڅکله هېر نکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب