سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد امریکا هوايي ځواک په نرخ ولسوالي کې پر طالبانو هوايي برید...

د امریکا هوايي ځواک په نرخ ولسوالي کې پر طالبانو هوايي برید وکړ

تاند(دوشنبه، د عقرب ۵) په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، تېره شپه یې په میدان وردک ولایت کې د طالبانو هدف په نښه کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال سوني لیګیت نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«امریکايي ځواک تېره شپه د وردک ولایت په نرځ ولسوالي کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره او د امریکا – طالبانو د موافقې پر اساس پر یوه هدف برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۵ طالبان ووژل شول. موږ د بېګناه افغانانو د وژلو او د موافقې د سرغړونې ادعاوې ردوو.»

دا په وروستیو کې دوهم ځل دی چې امریکايي پوځیان د طالبانو پر هدفونو بریدونه کوي.

تر دې وړاندې د امریکا پوځ د لشکرګاه ښار په شاوخوا کې پر هغو طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې غوښتل یې دا ښار ونیسي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس طالبان باید پر ښارونو او لویو اډو بریدونه ونه کړي خو طالبانو په وروستیو کې د لشکرګاه او فیض اباد ښارونو د نیولو هڅې وکړې. دې ډلې په نیمروز کې د ملي اردو پر یوې اډې په برید کې تر ۳۰ ډیر سرتېري ووژل.

امریکايي چارواکي بیا بیا وايي چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل مشروط دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب