Homeخبرونهامرالله صالح وايي، د پاکستان د ویزو کمېشن کاران به ډېر ژر...

امرالله صالح وايي، د پاکستان د ویزو کمېشن کاران به ډېر ژر ونیول شي

تاند (دوشنبه د عقرب ۵) د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل د امنيت په تړاو په خپله نننۍ ناسته کې وویل، چې د پاکستان ويزو کې د ګڼې ګوڼې ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

امرالله صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه کمېشن کاران چې له خلکو سره غیر انساني چلند کوي او د خپلو ګټو په خاطر یې ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده، تر پېژندنې وروسته به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د ځايي چارواکو په وینا د تېرې چهارشنبې په ورځ جلال اباد ښار اړوند فوټبال لوبغالي کې د پاکستاني وېزو د ټوکنو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ ښځې مړې او ۱۳ تنه نور ټپیان شول چې دې مسئلې په پراخه کچه د خلکو غبرګونونه راوپارول.

ښاغلي صالح د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په کابل ښار او ولسوالیو کې  د ترهګرۍ د پټې او ویدې هستې پر وړاندې، د خلکو بسیجول باید پيل شي.

د هغه په وینا، په راتلونکو ورځو کې به د هغو ترهګرو عکسونه هم د ښار په دیوالونو ولګول شي چې په ولسوالیو کې فعالیت کوي.

صالح وايي، هغه کسان چې په کابل ښار، کې یې د خلکو قتل عامونه، تنظیم کړي او تر اوسه یې فکر کاوه چې نومونه به یې یوازې په کتابونو کې پاتې وي امکان نه لري او د عکسونو تر نصبولو وروسته به خلک دوی وپیژني او په نیولو او ځپلو کې به یې ونډه واخلي.

د ولسمشر لوموړي مرستیال دا هم ویلي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ترهګرۍ او جرمونو په برخه کې له افغان ځواکونو سره په ګډه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې د هغو کسانو د ځواکمنولو په اړه به روښانه او مشخصه طرحه په پام کې ونیول شي، چې د داعش ډلې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

امرالله صالح د ګلبدین حکمتیار هغو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې د ملیشو جوړولو او وسلې د وېش په اړه کومه برنامه نشته.

ګلبدین حکمتیار د روان کال د سنبلې میاشتې په ۷مه نېټه کابل کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې پر افغان حکومت نیوکه وکړه چې د سولې پروسې سره مخالفت کوي او زیاته یې کړه چې د هند په مرسته په کابل او شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو پر جوړولو کار کوي.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%ab%da%89%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...