Homeخبرونهولسي جرګه؛ هغو وزیرانو ته رایه نه ورکوي چې اسناد یې ستونزې...

ولسي جرګه؛ هغو وزیرانو ته رایه نه ورکوي چې اسناد یې ستونزې ولري

تاند (دوشنبه، د عقرب ۵) د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا کټوازی وایي، چې د دغې جرګې دایمي کمېسیونونه د حکومت له لوري د ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو د اسنادو په څېړلو بوخت دي.

د کټوازي په خبره ولسي جرګه به هغو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي چې اسناد یې ستونزې ولري.

هغه پر ارګ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د چارو ادارې څو مشخصو څېرو د هېواد ټولې چارې یرغمل کړې دي.

کټوازي د خپلو خبرو په دوام د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شوي بریدونه غندلي او دغه راز یې د کابل-غزني لویې لارې پر نا امنیو اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې د یادې لارې د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې ده.

له ۸ میاشتني ځنډ وروسته ارګ د تېرې چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د کابینې د وزیرانو نوملړ ور معرفي کړ.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d9%86%d9%86-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%8a-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%88%d8%b1-%d8%b1%d8%a7%db%8c%db%90-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...