سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد روڼتیا څار بنسټ وایي؛ ښاري حکومتداري په نشت حساب ده 

د روڼتیا څار بنسټ وایي؛ ښاري حکومتداري په نشت حساب ده 

تاند ( دوشنبه، د عقرب ۵) د روڼتیا څاربنسټ مسولان وایي، په داسې حال کې چې حکومت د ښاري خدمتونو د ښه والي خبره کوي خو د دوی موندنې ښیي چې په ښارونو کې د ښاروالیو خدمات کمرنګه دي.

د دغه بنسټ له لوري ترسره شوې نظرپوښتنه ښیي، چې کابل ښاروالي له ۱۳۹۴ کال راهیسي نه دا چې ښه شوې نه ده بلکې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې یې د خدمتونو کچه هم له ۲،۲ څخه ۲،۱ سلنې ته ټیټه شوې ده.

د نظرپوښتنې پر بنسټ په ټولیزه توګه له ۱۳۹۶ کال راپدېخوا د ښاروالیو له لوري ترسره کېدونکي خدمات او په ټوله کې ښاري حکومتداري په نشت حساب ده.

یاد بنسټ داسې مهال د کابل په ښاروالۍ نيوکه کوي، چې تېره چهارشنبه د میزان په ۳۰ مه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د کابل ښار د امنیت او نظم راوستو په موخه په جوړه شوې څلورمه ناسته کې د کابل ښاروالۍ ته امر شوی وو، چې د ښار د نظافت لپاره ښارکې شته تشنابونه پر وخت پاک او نور نوي تشنابونه جوړ کړي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad%d8%9b-%da%9a%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%84%db%8d-%d8%aa%d9%87-%d9%be%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90/

د يادونې ده چې دهېواد په ګڼو ولایتونو کې د ښاروالیو پر فعالیتونو نیوکې شتون لري.

عام خلک وایي د ښاروالۍ د نوم په اخیستو یې ذهن ته د فساد خبره راځي او همدا لامل دی چې خلک هم په ښارواليو باور نه لري.

1 COMMENT

  1. دا به ریښتیا وی چی ښاری حکومتولی په نشت حساب ده ولی مهمه او اساسی خبره د افغانستان دروڼتیا د څار دبنسټ دی چی دوی په خپله تر غوږو پوری په فساد کی غرق دی. که څوک شواهد غواړی زه ورته وړاندی کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی