Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهاري بڼوال؛ د انارو له حاصل نه خوښ، خو د بازار نشتون...

کندهاري بڼوال؛ د انارو له حاصل نه خوښ، خو د بازار نشتون اندېښمن کړي

تاند( دوشنبه، د عقرب ۵) د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولان وایي سږکال په کندهار کې د انارو حاصل ۱۹۰ زره ټنو ته پورته شوی دی، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.

سرچینه زیاتوي، چې تېر کال د یاد ولایت د انارو حاصلات ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنه وو.

خو په ورته وخت کې د کندهار ولایت باغ لرونکي په دغه ولایت کې د انارو حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دي خو وایي، د بازار نشتوالي اندېښمن کړي دي.

دوی زیاتوي حکومت باید د هوایي دهلیز په تړاو په کړو ژمنو عمل وکړي.

محمد الله چې د انارو بڼ لري وایي، حکومت د هوایي دهلیزونو له لارې بهر ته د افغان محصولاتو او مېوو د لېږد خبره کړې وه خو دوی لا هم ورته په تمه دي.

بڼوال وایي که حکومت بهر ته د انارو د لېږد زمینه برابره نه کړي نو د تېر په څېر به یې انار یو ځل بیا د حیواناتو خوراک شي.

کرنیز پوهان وایي د هېواد هره سیمه ځانګړی تولید لري او که حکومت ورته پاملرنه ډېره کړي ښايي ډېر ژر په کرنیزه برخه کې په ځان بسیا شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...