Homeخبرونهخوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي شو

خوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي شو

تاند (دوشنبه د عقرب ۵) د ولسي جرګې د داخلي چارو او ملي امنیت کمیسیون د عامه ساتنې ملي تصدۍ مشر جنرال خوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي کړ.

د ولسي جرګې په یوه مکتوب کې راغلي چې خوشحال سعادت د وروستیو ګمارنو، مدیریتي کمزورتیا او د شویو شکایتونو ته د ځواب ویلو لپاره جرګې ته له ورتګ ډډه کړې ده، نو ځکه څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

په دغه مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه شوې چې د سعادت واک وځنډوي او د کمیسیون د پریکړې د پلي کیدو په اړه د ولسي جرګې استازو ته راپور ورکړي.

تر اوسه خپله خوشحال سادات او د کورنیو چارو وزارت په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

خوشال سادات شاوخوا اوه میاشتې وړاندې د روان کال د حمل میاشتې په ۲۳ نېټه د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...