جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفنلنډ په افغانستان کې د روانې وينې بهېدنې پرختمېدو ټینګارکړی

فنلنډ په افغانستان کې د روانې وينې بهېدنې پرختمېدو ټینګارکړی

تاند ( دوشنبه، د عقرب ۵) د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو ویلي، چې په افغانستان کې روانه وینه بهېدنه باید ختمه شي.

نوموړي دا خبرې نن کابل کې له ولسمشرغني سره د لیدنې پرمهال وکړي.

په دې لیدنه کې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستیو پېښو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړي یې ده، چې په افغانستان کې روانه وینه بهیدنه باید ختمه شي.

هغه ویلي فنلنډ او نړیواله ټولنه په افغانستان کې سولې ته هیله من دي.

هاویستو زیاته کړې، نړیواله ټولنه به د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره په جینوا کنفرانس کې یو ځل بیا له افغان حکومت او خلکو څخه خپل پیاوړی سیاسي او مالي ملاتړ اعلان کړي.

د فنلینډ د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په دې لیدنه کې د تېرو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار کړی دی.

نوموړی داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمولو ټینګار کوي، چې هم مهاله نن په ګڼو ولایتونو کې د نا امنیو او جګړو راپورونه خپاره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب