جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريژوند ته دې شفا ور کړه| جنرال دولت وزیري

ژوند ته دې شفا ور کړه| جنرال دولت وزیري

د ښاغلي صالح محمد صالح د ژباړل شوي کتاب (ژوند ته دې شفا ورکړه) غورچاڼ

اوولسم لوست

د کتاب پای او پایله

((موږ ټول یو، یو او یو او بل ته ورته یو))

که موږ یو او بل ته د خپل کوچنيوالي کیسې وکړو، وبه ګورو چې په ډیرو برخو کې یو او بل ته سره ورته او یا یو ډول د کوچنيوالي ژوند مو تیر کړی دی.

په کوچنيوالي کې به یا د یوه مور مړه شوي وي او یا به یو بل د پلار له پلوه یتیم شوی وي او د پلندر او ميرې په قهر به اخته شوي وي.

یو به د بیوزلۍ له لاسه کړیدلی وي او بیا یو بل به د سختو او درنو کارونو له امله په ملا کړوپ شوی وي. ځينې به د ډیر ناز او نعمتونو له لاسه تنبل او بيکاره اموخته شوي وي، د ډیر ناز له لاسه به یا شکر لري او یا به يې زړه خوړين شوی وي او ځيني نور به د يوې مړۍ ډوډۍ په ارمان د ویټامینونو په کمبود اخته شوی وي.

دا ټول هغه څه دي چې د ژوند په اوږدو کې د هر چا پر ذهن، شخصیت او روغتیا که غواړي او که نه يې غواړي، ناوړه تاثير کوي.

ډیر داسې کسان شته چې د کوچنيوالي د بې عدالتیو له تاثیر څخه ځان نه شي ژغورلی. ټول وخت يې ځان منفي سوچونو ته تسلیم کړی وي. دوی نه شي کولای چې د ځان له پاره د پر مختګ او نورمال ژوند لاره پرانیزي.

د دغه کتګوري کسانو ذهن تل په منفي سوچونو بوخت وي او د ځان د بدلون په هکله هيڅ ډول پریکړه نه شي کولي.

د دوی د ژوند د بدلیدو له پاره یوه لاره شته او هغه دا چې تیر شوي تیر وګڼي، د راتلونکي په هکله ځان ونه ځوروي او یوازې او یوازې د نن او اوس په هکله فکر وکړي او خپل ځان او ذهن په مثبتو او د ځان د بدلون په سوچونو بوخت وساتي. زاړه سوچونه هیر او د زوند نوي لارې ولټوي. تر څو چې دوی په خپله خپل ژوند ته بدلون ور نه کړي بل څوک له دوی سره مرسته نه شي کولای.

د بدلون لاره دا ده چې یو ځل دوی را پورته شي او ووايي چې زه هغه پخوانی کس نه یم. زه اوس کاملا بدل شوی یم. زما سوچونه ټول نوي دي، زه نور پر زړو سوچونو باور نه لرم.

زه له ځان سره مينه لرم او خپل ځان را باندي ګران دی. هر چا ته په مینه ګورم. زه ازاد یم او هر چیرته چې وغواړم هلته کولای شم چې لاړ شم. زه غواړم چې ځان ته په خپله شفا ور کړم. تير هير او د نوې ژوند له پاره کاملا چمتو یم. د هغه څه په هکله چې ګټه نه لري او زما وخت پرې ضایع کیږي هیڅ فکر نه کوم. د تیرو په هکله سوچ او د ذهن بوختول عبث کار دی او راتلونکي زما په واک کې نه ده، نو د ځان د بدلون له پاره همدا نن ورځ ډیره غوره ورځ ده.

په پایله کې باید ووایو چې:

هر څه عالي، بشپړ او ښه دي.

راتلونکي ته په مینه ګورم او د زړو تجربو څخه د ژوند د بدلیدو له پاره ګټه پورته کوم.

هر څه چې يم، هر څنګه چې یم ښه یم.

د خپل ژوند په هکله د لوی خدای ج څخه راضي یم.

زما نړۍ له هر چا غوره ده.

د کتاب پای

شیرین عمر چې تیریږي دریغه، دریغه

د اوبو په شان بهیږي دریغه، دریغه

شیرین عمر خو تیریږي، د چا پروا هم نه لري، که څوک يې په مزه تیروي او یا له مرچکو ډک يې تيروي تر ډیره په ده پورې اړه لري.

ښه به دا وي چې ځان خوښ وساتو او په هیڅ صورت د تيرو بدو پیښو د تاثیر لاندي ځان کړوپ نه کړو.

د بریا په هیله مو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب