Homeخبرونهولسمشر غني: پر کوثر ښوونیز مرکز د برید عاملین دې له منځه...

ولسمشر غني: پر کوثر ښوونیز مرکز د برید عاملین دې له منځه یووړل شي

تاند (دوشبنه د عقرب ۵) ولسمشر اشرف غني وايي، په کابل کې پر کوثر ښوونیز مرکز د شوي برید عاملین او شبکې دې تشخیص او له منځه یووړل شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د کابل د عمومي امنیتي وضعیت ارزونې او د کابل ښار په دیارلسمه امنيتي حوزه کې پر یاد مرکز د شوي برید په تړاو په شوې غونډه کې کړي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني په دې پېښه کې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته د سل زره او د هر تپي شوي کس کورنۍ ته د پنځوس زره افغانیو نغدي مرستې د ورکړې خبره کړې ده.

دغه راز ښاغلي غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې خلک له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي، نو امنیتي ځواکونه باید د هر حالت لپاره تیار اوسي.

د تېرې شنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کوثر ښوونېز مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید ۲۴ کسان ووژل او ۵۷ نور یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...