سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه...

ولسي جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه د عقرب ۵) په پلازمېنه کابل او ولایاتو کې د ناامنیو له زیاتېدو سره سم د ولسي جرګې غړي د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

د جرګې غړیو په نننۍ غونډه کې وویل، امریکا ژمنه کړې وه چې د امنیتي تړون په لاسلیک کېدو سره به په افغانستان کې امنیت تامین او سوله به راشي، خو برعکس امنیتي وضعیت نور هم خراب شوی دی.

د وکیلانو په خبره، د امریکا او افغانستان تر منځ شوي امنیتي تړون د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.

د دوی په وینا ددې پر ځای چې د افغانستان حکومت ملاتړ وکړي د دولت د مخالفانو ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې غړي د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې شوي تړون ته په اشارې سره وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې د شدت موکې امریکا برابره کړې ده او همدا هوکړه لامل شوې چې جګړه لا زور واخلي.

امریکا او طالبانو د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې په ۱۰مه نېټه د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه. فکر کېده چې دا هوکړه به په افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې د پای لپاره یو مهم پیل وي، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره ددې پر ځای چې امنیتي وضعیت ښه شي لا خراب شوی دی.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې جګړې زیاتې شوي دي چې هره ورځ پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوړي.

1 COMMENT

  1. باور خو مې نشی خو وایو چې الله تعالی دی وکړی چې د ولسی جرګې غړی په دې پریکړه کې یوه خله او یو موټی شی ترڅو په امریکا فشار راوړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب