جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ، افغانستان کې د امریکا ۱۹کلنه جګړه بې مانا او مسخره بولي

ټرمپ، افغانستان کې د امریکا ۱۹کلنه جګړه بې مانا او مسخره بولي

تاند( دوشنبه، د عقرب ۵) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه هسې مسخره او بې مانا وه.

ټرمپ زیاته کړې جوبایډن د اوباما د حکومت پر مهال ډېرې تېروتنې کړې او په افغانستان کې یې د امریکایانو وینې او پیسې بېځایه لګولې دي.

د نوموړي په خبره افغانستان او عراق کې د امریکا تېره ۱۹ کلنه جګړه کاملا د امریکا بې ګټې وه او امريکا بې ځايه میلیاردونه ډالر پرې لګولي دي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به روانه جګړه ختموي او خپل سرتېري به له افغان خاوري وباسي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه بې مانا او د امریکا لپاره له زیانونو ډکه بللې وه.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې افغان شنونکو په ځلونو ویلي، امريکا دخپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې جګړه دوامداره ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...