جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهراشدخان: افغانستان نورو ټیستلوبو ته اړتیا لري

راشدخان: افغانستان نورو ټیستلوبو ته اړتیا لري

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۹) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی راشدخان وايي، په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره پکار ده چې افغان لوبډله له سترو لوبډلو سره ټیستلوبې وکړي.

د کرکټ ۳۶۵ ویبپاڼې د راپور له مخې، له کله چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی، تراوسه پورې یې یوازې ۴ ټیستلوبې کړي دي.

لومړی مسابقه یې په ۲۰۱۸ م کال پر هند وبایلله خو له آیرلنډ څخه یې وګټله. افغانستان همداراز له بنګله دېش او ویست انډیز سره ټیستلوبې کړي دي.

خو سږ کال یې دوې ټیستلوبې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله لغوه شوې.

ټاکل شوې وه چې له استرالیا سره مخامخ شي خو د استرالیا کرکټ بورد دا سیالي لغوه کړه.

راشدخان، چې نن سبا د هند په غوره لیګ کې د حیدراباد سن رایزر لوبډلې ته لوبېږي، د نړۍ له لویو ټیمونو وغوښتل چې افغانستان ته د لوبو چانس ورکړي.

ده د آی پي ایل پوډکاست ته په مرکه کې وویل:«د دې لپاره چې لوی لوبغاړی درڅخه جوړ شي باید تر ټولو له ښو لوبغاړو سره لوبه وکړې.»

ده همداراز وویل«کله چې زه آی پي ایل ته راغلم، ۱۷ کلن وم. ما دلته لوبغاړي ولیدل، د دوی کار او فیټنیس (بدني روزنه)، او پاک احساسات مې ولیدل او پوی شوم چې د لا ښه کېدو لپاره باید څومره زیار وباسم.»

ده وویل چې د افغانستان لوبډله دوه ځلې په نړیوال جام کې له استرالیا سره په مسابقه کې مخامخ شوې، همداراز له انګلیستان او نیوزیلنډ سره.

راشدخان هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي د استرالیا، انګلیستان او نیوزیلنډ په شان ټیمونو سره بیا بیا سیالي وکړي او تجربه ترلاسه کړي.

راشدخان حاضردمه په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ تر ټولو غوره باولر ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب