جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحب: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کورنۍ جګړې خطر شته

محب: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کورنۍ جګړې خطر شته

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۹) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته؛ دا هېواد په رښتیا د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

محب په یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتووالی نیسي او په ټول توان په دې هڅه کې دی چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړې، د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو د امریکا هوایي ملاتړ خورا مهم دی.

محب دغه راز ویلي، افغان دولت د مذاکراتو د پرمختګ لپاره پوره هڅه کوي او له طالبانو هم غواړي چې په صادقانه ډول خبرې وګړي.

نوموړي دغه راز پر طالبانو تور پورې کړی دی چې ګوندې دا ډله غواړي افغانان یې حاکمیت ته تسلیم شي.

1 COMMENT

  1. دا دی د بوری زوی شی چه تهمت په تالیبانو پوری کوی خو په همغه خوله بیا د جنګ اعلان کوی. داسی فریبکاره خلکو پښتانه ختم کړل او د اسلام په نابودی باندی اخته دی. تربدولابده دوی ځان د افغانانو نماینده هم بولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب