جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د تروریستانو د روزنې کمپونه افغانستان ته لېږدوي

پاکستان د تروریستانو د روزنې کمپونه افغانستان ته لېږدوي

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۹) هندي رسنۍ ادعا کوي چې پاکستان له خبلې خاورې د تروریستي روزنې کمپونه افغانستان ته لېږدوي.

د هند اندیاټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې پاکستان پرېکړه کړې چې د لشکر طیبه په شمول د تروریستي دلو کمپونه افغانستان ته ولېږدوي.

ورځپاڼې د پوځي شنونکو په قول ویلي چې پاکستان له دې کاره څو هدفونه لري؛ لومړی دا چې په خپله خاوره کې د تروریستانو د روزلو له توره ځان خلاص کړي چې دا د پیسو سپینولو د مخنیوي په تړاو په تور لیست کې د پاکستان له نه شاملېدو سره مرسته کوي.

پاکستان د تروریستي ډلو د ملاتړ او هغو ته د غیرقانوني پیسو د برابرولو په خاطر د پیسو سپینولو د نړیوالې موسسې له لوري په خړ لیست کې شامل شوی او تر ډېر فشار لاندې دی.

دوهم د دغو ډلو په وسیله، چې په افغانستان کې به له طالبانو سره په جګړه کې ملاتړ کوي، په خپله طالبان هم کنټرولوي.

د ورځپاڼې پر اساس، په مجموع کې د پاکستان هدف دا دی چې افغانستان ته د تروریستي ډلو په لېږلو د سیمې پر جیوپولټیک کنټرول ولري او طالبان هم د هر ډول موافقې په صورت کې د دوی تر مستقیمې څارنې لاندې وي.

1 COMMENT

  1. اوس دا خبره لکه لمر روښانه ده چه د پاکستان دولت په منطقه کی د خپلو سیاسی او جیو پولیتیک اهدافو د پاره د تروریزم نه د ابزار په توګه کار اخلی . د تروریسم تولیدونکی اوپه منطقه کی د مشخصو تروریستی ګروپونو صارونکی دولت دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب