جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهلغمان کې د وروستیو بریدونو په تړاو ۷ طالب وسله وال نیول...

لغمان کې د وروستیو بریدونو په تړاو ۷ طالب وسله وال نیول شوي

تاند (سه شنبه د میزان ۲۹) چارواکي وايي، په لغمان کې د وروستیو چاودنو په تړاو د ملي امنیت ځواکونو ۷ وسله وال طالبان نیولي دي.

د ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار وايي، دغو کسانو د لغمان د ولایتي شورا په رئیس او په مهترلام ښار کې د پولیسو په موټر چاودنه کې لاس درلود.

د هغه په وینا نیول شویو طالب وسله والو ګڼې ترهګریزې او تخریبي کړنې تر سره کولې، چې په نیول کېدو سره یې د نورو بریدونو مخه ونیول شوه.

نیول شویو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

څو ورځې وړاندې لغمان ښار کې د پولیسو پر رینجر موټر چاودنه کې ۳ کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول، تر دې وړاندې ددغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په ولسوال او دغه راز د لغمان د والي پر موټریز کاروان چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...