شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنیمروز کې ماین چاودنې د یوه قومندان په ګډون ۱۲ سرتېري وژلي

نیمروز کې ماین چاودنې د یوه قومندان په ګډون ۱۲ سرتېري وژلي

تاند (سه شنبه د میزان ۲۹) د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله ۱۲ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې ددې ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د دوو ځای پر ځای شويو ماینونو د چاودنې له امله د کنګ ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد هوتک په ګډون ۱۲ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې لومړی په یوه هاموې موټر د ماین چاودنه شوې چې پکې ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

سیمې د امنیه قومندان په رسېدو سره دویمه چاودنه شوې چې د نوموړي په ګډون ۷ نور سرتېري هم وژل شوي، خو تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا نن سهار وختي میدان وردکو ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې ۱۴ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د چارواکو په وینا پېښه د جلرېز ولسوالۍ اړوند کوټه عشرو سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې پینځه ملکیان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

خو د دې ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي، دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۶ نورټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې ددغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو حکومتي چارواکي او د سیاسي چارو پوهان دا ډول بریدونه د طالبانو کار بولي او وايي چې دغه ډله ځکه دا کارونه تر سره کوي تر څو د مذاکراتو په مېز کې امتیاز تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب