جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانیستل...

کابل کې د ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانیستل شو

تاند (سه شنبه د میزان ۲۹) د عامې روغتیا وزارت وايي، کابل ښار کې د ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز د اندرا ګاندي روغتون په چوکاټ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د وزارت سرپرست وزیر جواد عثماني ددغه مرکز جوړېدل یو ښه ګام وباله او ویې ویل، دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د ښاغلي عثماني په خبره په یاد مرکز کې به د زړه لومړنی عملیات راتلونکې اونۍ په وړیا توګه تر سره شي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي په دې مرکز کې د خدمتونو پروسه پراخه کړي او د زړه د نورو پېچلو عملیاتو لپاره هم زمینه برابره کړي.

جواد عثماني په ټینګار سره وویل، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو په مدیریت او د خدمتونو په کیفیت کې د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو اراده لري، تر څو د هېواد په داخل کې خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.

د عامې روغتیا د وزیر په وینا چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۲۰ زره ماشومان د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي جې له دې  جملې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د زړه عملیاتو د ترسره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب