جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله وایي ایران کې د کډوالو د ستونزو حل یې لومړيتوب دی

عبدالله وایي ایران کې د کډوالو د ستونزو حل یې لومړيتوب دی

تاند ( دوشنبه، د میزان ۲۸) د افغانستان دملي روغې جوړې د عالي شوار مشر عبدالله عبدالله وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل یې له لومړیتوبونوڅخه دی.

نوموړي دغه څرګندونې تېر ماښام په ایران کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

عبدالله ویلي، افغان حکومت او ایراني لوري پر هغه کړنلارې هوکړه کړې چې له مخې به یې افغانان دغه هېواد ته په قانوني بڼه تګ راتګ کوي.

عبدالله عبدالله په ایران کې افغان کډوالو ته د برېښنايي تذکرو ویش یوه له دغو کړنلارو یاده کړې ده.

په ورته مهال ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال وايي اوسمهال په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

نوموړی وايي په ایران کې د افغان کډوالو تر ټولو ستره ستونزه د رسمي اسنادو نه لرل دي.

کلونه کېږي چې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري ژمنې کېږي خو د دوی ستونزې نه دي حل شوې.

وبه لیدل شي، چې تازه ژمنې څومره عملي کېږي؟

1 COMMENT

  1. نوموړي دغه څرګندونې تېر په ماښام په ایران کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب