Homeخبرونهملي امنیت ننګرهارکې د داعش ډلې یو قاضي وژلی دی

ملي امنیت ننګرهارکې د داعش ډلې یو قاضي وژلی دی

تاند(دوشنبه، دمیزان ۲۸) ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړې ځواکونه وایي،  تېره شپه یې د جلال اباد ښار د ۹مې ناحیه کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کړي.

سرچینه وایي د دې عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې یو قاضي او ادارې امر “قاضي امین مشهور په ابو معاویه” وژل شوی دی.

یاد ځواکونه زياتوي، دغه راز د جلال اباد ښار د ۷مې ناحیې په اخندزاده ګانو کلي کې د داعش ډلې یو تن د پلان ګذارۍ غړی محمد نبي چې په ایوبي هم مشور دی نیولی دی.

ملي امنیت داسې مهال د داعش د قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي او عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...