جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ډیلي په هوايي ډګر کې ۲ افغانان له هیروینو سره ونیول...

د ډیلي په هوايي ډګر کې ۲ افغانان له هیروینو سره ونیول شول

تاند(جمعه، د میزان ۲۵) هندي رسنۍ وايي، ۲ افغانان د ډیلي په هوايي ډګر کې د ګمرکي مامورینو له لوري له ۴ کیلو او ۷۰۰ ګرام هیروینو سره ونیول شول.

د هند ګمرکي مامورین هر څه موده وروسته د هغو افغان مسافرو په منځ کې د مخدرو موادو قاچاقبر نیسي چې له افغانستان څخه په الوتکو کې دغه هیواد ته سفر کوي.

دا کسان د افغانستان له هوايي ډګرونو یا د رشوت او یا د کمرکي مامورینو د بې کفایتۍ له کبله هند ته په تګ بریالي کېږي.

هندي رسنیو ته د دغه هیواد ګمرکي چارواکو ویلي چې د نیول شویو افغانانو نومونه محمد حلیم هاشمي (۳۵ کلن) او نبي الله حبیب ضیا (۳۰ کلن) دي او دواړه د کابل له نړیوال هوايي ډګره د سې شنبې په شپه د ډیلي اندراګاندي هوايي ډګر ته تللي وو.

دواړو ورته واسکټونه اغوستي وو او د هیروینو کوچني پاکټونه یې په خپلو واسکټونو کې پټ کړي وو.

د هند امنیتي ځواکونه وايي، وروسته یې د سپینو پوډرو واسکټونه ټیست کړل او څرګنده شوه چې نژدې ۵ کیلو (۴ .۷۹) هیروین دي. د دوی په وینا د دغو هیروینو بیه په هند کې نژدې ۱۲ کروړه هندي روپیو ته رسېږي.

دواړه قاچاقبر تیهار محبس ته استول شوي دي.

دوی په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي چې تر دې پخوا یې هم هند ته مخدر مواد په قاچاق وړي دي. اوس په دې اړه پلټنې روانې دي چې دوی دا مخدر مواد چا ته رسول.

1 COMMENT

  1. باید د کابل میدان هوایي نه دغه بې ناموسه او بې کفایته مسوولین له دندو ګوښه شي، دا د ټول ملت او دولت نوم بدناموي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب