Homeخبرونهد قرغیزستان ولسمشر: هڅه کوم په تاریخ کې خپل نوم د خپلو...

د قرغیزستان ولسمشر: هڅه کوم په تاریخ کې خپل نوم د خپلو وګړو په وینو ککړ ثبت نه کړم

تاند(جمعه، د میزان ۲۵) د قرغیزستان ولسمشر سورونبای جینبکوف په دې هېواد کې د پراخو لاریونونو په لړ کې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړي ویلي، د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره له خپلې دندې لاس په سر شوی.

هغه ویلي، نه غواړي د داسې ولسمشر په توګه یې د قرغزستان په تاریخ کې نوم ثبت شي، چې لاسونه یې د خپلو وګړو په وینو ککړ وي.

سورونبای جینبکوف خلک سولې ته وروبلل او خبرداری یې ورکړ چې هېواد یې د کړکېچ په درشل کې دی.

قرغیزستان کې له یوې نیمې اونۍ راهیسې، د پارلماني ټاکنو د پایلو په تړاو لاریونونه روان دي.

د پارلماني ټاکنو د اعلان شویو پایلو مخالفان وايي، ټاکنو کې درغلۍ شوې؛ چې نړیوالو څارونکو یې دا ادعا موجه او د اندېښنې وړ بللې ده.

1 COMMENT

  1. هیڅکله هم د خراسان په نوم کوم ځانګړی جغرافیایي موقعیت مالوم نه و.
    تاسې باید د لوی افغانستان نقشه ورکړئ، چې زمونږ د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو جغرافیه ښایي.
    تاسې موضوع د کرغیزیستان راخیستې ده، خو انځور مو د خراسان په هکله خبرې کوي ..
    افسوس !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...