یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د قطر خبرې د افغان سولې لپاره لوی فرصت دی

پاکستان: د قطر خبرې د افغان سولې لپاره لوی فرصت دی

تاند(جمعه، د میزان ۲۵) پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې امن او‌ سوله یوازې د خبرو له لارې راتلی شي او د سولې د روانې پروسې په بریالیتوب د سرته رسولو لپاره د ټولو لورو سره خبرې اترې اړینې دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستان په سیمه کې د امن او ثبات پلوی دی او غواړي چې د ټولو ستونزو هواری باید د خبرو له لارې ولټول شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دافغانانو ترمنځ قطر کې د سولې روانې خبرې یو ښه پرمختګ دی او پاکستان په دې برخه کې خپله مرسته نه ده سپمولې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان او افغان مرکچي پلاوی د تېرې میاشتې راهیسې په قطر کې د سولې خپلمنځي خبرو ته ناست دي خو دواړه خواوې لا د خبرو لپاره په اجنډا او اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.

3 COMMENTS

  1. ای حرمونو او چټلو چلوانو،
    د یوې خوا په خپلو تربیه شويو سپیانو افغانان داړئ او له بل پلوه داسې خبرې کوي چې د سولې طرفداران یاستئ. اوس ستاسو رذالت ټولې نړۍ ته معلوم شوي. له هغه حکومت نه چې د تروريزم له نطفې نه پیدا شوی د سولې خبرې بې مفهومه برېښې. تاسو ذاتأ او فطرتا چټل یاسئ حرمونو. نور خلک غولوولی نشئ.

  2. کچیری په دولت کی په تیره بیا اشرف غنی کی لږ زره غیرت وی د هلمند د جګړی په خاطر او همدارنګه هغه پآکستان جنرالان او افسران چی د طالبانو په څنګ هلته وژل شوی ددی جګړی ته د غبرګون په خاطر له پاکستان سره د یو څه وخت لپاره سیاسی اړیکی بند کړی یعنی افغان سفیر دی بیرته وغواړی او پاکستانی سفیر دی پاکستان ولیږی او ورته ووایی چی ترڅو طالبانو اوربند قبول کړی نه وی موږ له پاکستان او برتانیه سره هر ډول دیپلوماتیکی او تجارتی اړیکي بندوو

    نو بیا به ګوری چی ټوله نړی په تیره بیا امریکا، برتانیه او همدا پاکستان په طالبانو فشار راوړی چی اوربند وکړی او جنګ دوام د پاکستان بدنامی کیږی

    نو کچیری زما دا نظر له اشرف غنی سره شریک کیدای شی پدی حساس وخت کی ولسمشر ته مفید تمام شی ځکه همدا اوس امریکا ټول نظامی تجهیزات پاکستان ته ورکوی او ټولی خبری د پاکستان په ګټه او طالبانو د بیا راتګ لپاره په دولت فشار راوړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب