جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سره پر افغان سوله خبرې...

حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند(جمعه، د میزان ۲۵) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې لیدنې پر مهال د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل، پر اوربند، د تاوتریخوالي د کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي.

نوموړی وايي، چې د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي شي او مذاکرات به بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...