شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېد هلمند فاجعه او زموږ ورکه شوې سوله| عبدالوحيد وحيد

د هلمند فاجعه او زموږ ورکه شوې سوله| عبدالوحيد وحيد

د هلمند په جګړه کې ترسره شويړ ناخوالو راڅخه د ليکلو وړتیا سلب کړې ده. د مورکۍ په نس کې په مرمۍ ويشتل شوی ماشوم مې خوب ترى تم کړی دی. يوه وړوکی ماشوم ته د خپل وژل شوي پلار د تابوت سپارلو راسره په سلګونو پوښتنې پیدا کړي دي. ښه به وي چې هغه هلمندۍ مورکۍ يې هم وژل شوي وي، ځکه چې که ژوندۍ واى ټول انسانيت به ورته د خپل نامولود بچي قاتل ښکاريده او له هر چا به يې پوښتنه کوله چې ماشوم يې شهيد دی که مردار؟ قاتل يې غازي دی که خونکار؟ د دين پتنګانو او که د وطن مينانو وواژه؟ 

موږ عادتاً ډير وخت د خپلو ګناهونو پړه پر بهرنيانو باندې اچوو، يا هم د ارزښتونو ترسيوري لاندي ځانونه پټوو او خپل ځان ته په همدغه بانه برائت ورکوو، خو په بل باندې د پړې اچول نه، بلکې د خپلو نيمګړتياړو لټون او سمون شهامت دی. 

د منازعاتو د حل کمیسیون جوړ شوی دی، د تحکیم صلح کمیسیون لاهم امتیازات اخلي، د سولې عالي شورا لاهم روانه او دوانه ده، د سولې لپاره وزارت جوړ شو، کرزي د سولې راوړلو قسمونه وکړه او غني خو يې اوس هم کوي. طالبانو ته د قطر دفتر پرانستل شو، ملا برادر را خلاص شو، د ګوانتانامو بندیان ازاد شول، د امريکا او طالبانو سوله وشوه او بين الافغاني مذاکرات پيل شو، خو زموږ بيچاره ولس لاهم د جګړو په تنور کې سوځي او سوله مو لاهم د عنقا مرغه دی چې لاهم ورک دی.

عبدالوحید وحید

په هلمند کې څه روان دي؟ ورور بل ورور وژني، د ورور مېرمن کونډه کړي، د ورور بچيان يتيمان کړي، خپل کور ونړوي، بيا وايي دښمن يې وواژه. ملي شتمنۍ چور شوې. پنځه زره کورنۍ بې سرپناه شوې او جګړه لاهم روانه ده، خو ښکيل اړخونه لاهم د شهامت خبرې کوي. داسې ښکاري چې وجدانونه ويده دي. 

څوک هم که ايمان او وجدان ولري د خپلو وژل شويو وروڼو د مور او پلار د چيغو او واويلاوو د کونډو شويو خويندو د آهونو او فريادونو  او د يتيم شويو کوچنيانو په اسويلو کې څنګه ويلاى شي چې دغه جګړه سپيڅلي او د مشرانو مجبوري ده.  څنګه خپلو مظلومو ولسونو ته ووايي چې د قطر په مذاکراتو کې اوسنى بن‌بست د توجیه وړ دی؟ 

نن کنايې او استعارې نه کاروم. نن په زغرده خبره کوم. 

اوس چې موږ د تاريخ په يوه بل حساس پړاو کې قرار لرو، په قطر کې بين الافغاني مذاکرات دوام لري، خو د پرمختګ څرک نه لګيږي.  د ولسي توقعاتو برعکس د سولې د خبرو له پيل سره په هيواد کې جګړو شدت وموند او په مذاکراتو کې يوازې دومره پرمختګ شته چې خبرې به جاري ساتي. 

طالبانو ته! 

د قطر په مذاکراتو کې طالبان له ډيرو مثبتو ځانګړتياو درلودلو سره سره په غوښتنو کې د وضاحت نه ورکولو، له مقابل لوري سره د خشن چلن او د رغنده دريز نه خپلولو له امله  غلطيانې کوي. په شف شف باندې هيڅ کار نه کيږي. شفتالو ويل اړين دي چې ولس پوه شي چې هغوى دقيقاً څه غواړي. له امریکا سره د طالبانو د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ د مذاکراتو پرمخ بيولو باندې د زور اچول، په خپله طالبانو ته زيان ورساوه. که حکومتي لورئ د قرأن او سنت پربنسټ د خبرو لړئ پرمخ وړلو وړانديز کوي، نو طالبان خو بايد هيڅ ستونځه ونلري. د داسې تذبذب او تزلزل پرځاى به ښه واى چې طالبانو خپلې غوښتنې په زغرده مطرح کړې واى. 

پوښتنه داده چې ايا طالبان د افغانستان قومي جوړښت،  په سيمه ييزو او نړئ کې جيوپوليتيکي بدلونونو  ته په کتو په اوسني افغانستان باندې په يوازې سر د حکومت کولو وړتیا لري؟ که احياناً د کابل په نيولو باندي بريالي هم شي، جګړه ختميږي؟ ايا طالبان اوس هم په همدغه فکر دي چې له خپل پخواني سخت چلن سره بيا په افغانستان حاکم شي؟ يقيناً ځواب نه ده. له طالبانو څخه مې غوښتنه داده چې زمونږ مذهبي دوديزه ټولنه کې له هر ټولنيز اړخ سره اختلاف عيب نه ده، خو له نيکه مرغه د محراب او منبر له ټريبيون سره اختلاف قطعاً هيچا ته د توجیه وړ نه ده. د جګړو له امله اوس هم د محراب او منبر سپيڅلتيا ته زيان رسيدلئ ده. راځئ دغه تقدس نور وساتو، د خپلو او پرديو لخوا ورته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زيان رسولو مخه ونيسو. 

حکومتي لوري ته! 

له مختلفو اشخاصو احزابو او ولسونو سره د ولسمشر غني د ژمنو شړيدلی ريکارډ، له ولس سره د حکومتي واټن د زياتوالي، مالي او اخلاقي فساد او نورو خورا زياتو نيمګړتياو ته په کتو په يقيني توګه ويلاى شو چې ولس او طالبان اوس په دغه مورد کې په يوه صفحه کې قرار لري چې د غني تر مشري لاندې په نوموړي باندي د سولې د پيچلي هوکړې د عملي کېدو باور نه کوي. راځئ لږ نور هم په زغرده خبره وکړو. هغه دا چې د جګړې په ډګر طالبان برلاسي دي. سولې ته د طالبانو په پرتله د حکومت د اړتیا کچه لوړه ده او امریکا لوبه کوي.  پاکستان بريتونه تاووي او امریکا قلقلې کوي چې طالبان يې له حکومت سره خبرو ته تيار کړل. د ستونځو بنسټ واک ده، چې د حکومت په اختيار کې ده او مسئوليت هم د حکومت زيات ده. طبعي خبره ده چې توقعات هم له حکومت څخه زيات وي. سياسي او امنيتي حالات په تيزي سره د حکومت له کنتروله وزي. راځئ د واک په سر يې هغې کچې ته مه رسوئ چې بيا يې د مديريت وړتیا ونلرئ. 

د حل لاره! 

د لوستونکو د حوصلې د نشتوالي له امله تفصیل ته نه ځو. په خلص ډول وايو چې؛ 

 1- په مذاکراتو کې له پرتو خنډونو څخه د خلاصون او له تکرار څخه يې د نجات لپاره له افغانستان سره د سترو مرسته کونکو هيوادونو او نړيوالو ادارو په حمايت او څارنې لاندې دې بې پرې دريمګړئ پلاوي جوړ شي. د اجندا په هره ماده باندې د بحث لپاره وخت وټاکل شي. 

  2 –  که مذاکراتي پلاوي په ټاکلي وخت کې هوکړې ته په رسيدو کې پاتي راځي، نو همدغه متنازعه ماده دريمګړي پلاوي ته ځي او پريکړه يې نهايي او لازم الاجرأ ګرزي. 

3-  د مخالف لوري د باور ترلاسه کولو، د سولې په پيچلي تړون باندي په اغيزمنه توګه د عمل کولو، په ټاکنيز سيستم کې د اړين سمون او بدلون راوستلو و بالاخره ټاکنو ته د لارې هوارولو لپاره د مذاکراتي ټيمونو په توافق او نړيوالې ټولنې په کره حمايت د موقتې ادارې جوړيدل د وخت اړتیا ده. 

 4- د سولې د پروسې په پايله کې راتلونکئ نظام که هر نوم ولري، باک يې نشته خو زعيم او د قوانینو د تصویب لپاره پارلمان بايد د عامو ولسي ټاکنو له لارې وټاکل شي.

 5- له هغو ديني عالمانو، ملي شخصيتونو او تيکنوکراتانو چې له دين او هيواد سره ژمنتیا يې مشکوکه نه وي واکمنه شورا جوړه شي ترڅو  د دولت د مشرتابه او د پارلمان لپاره د نوماندانو شاليد ته له کره کتنې وروسته وړ اشخاص د نوماندئ  مستحق وګرزوي. په همدغه کمیسیون کې د ديني علماو ساده اکثريت پرځاى او معقول نظر ده، خو د اهليت او نه اهليت پريکړه به په مطلق اکثريت کيږي. 

په درنښت،

عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

12 COMMENTS

  1. واحد صاحب سلامت اوسئ
    حداقل یو پښتون پیدا شو چې د هلمند په ناورین څو کرښې تورې کړي.
    که دا ناورین په یوه شمالي ولایت کې پېښ شوی وای نن به د لیکوالو، فیسبوکي کمپاینرانو، تلویزیونونو بمباران و او په تبلیغاتو به یې د طالبانو نه بڼکې ویستلې وې. خو د پښتون وینه ډیره بې ارزښته ده. پخوا هم خپلو لیکوالو او نورو قلموالو پرې څه نه لیکل او اوس خو دا ویره ورسره ده چې ممکن طالب واکمن شي بیا به حه کوي.
    رشید

    • مننه او ژوندي اوسې رشيد صاحب محترمه
      کاش چې نور ډير څه مې د خپلو هلمندي وروڼو او خویندو لپاره کړاى شواى. کاش چې په فزيکي توګه مې د څو يتيمانو اوښکې پاکې کړې واى خو ورکه دې بيوسي شي.
      خوب يقيناً نه راځي. ارام مې ورک شوئ ده. ډير ځوريدلي کړيدلي او ژړيدلي يو.

  2. وحید صاحب د تل په شان منطقي او په زړه پورې لیکنې کوي .
    د هلمند حالات ډېر دردونکي دي . هلته ټول زمونږ هېوادوال وژل کیږي . زمونږ کورونه ورانیږي او زمونږ اولادونه یتیمان او بې سرپرسته کیږي. زمونږ یعنې د افغانستان او افغانانو اقتصاد ورانیږي او د دې کورګډې جګړې ټوله ګټه پاکستان او نورو ګاونډیو ته رسیږي .
    د وحید صاحب وړاندیزونه واضیح او دواړو لورو ته د منلو وړ دي . یو لوری هم په یواځې توګه په افغانستان حکومت نشي کولای ، دا توازن یې همداسې ساتلای دی. بنا په مذاکراتو کې له زغم ، صداقت ، یو بل ته متقابل احترام او خاص د ملي ګټو او افغانستان د راتلونکې لپاره تصامیم ونیسئ . الله ج په خپلو خبرو او فیصلو کې شاهد ونیسئ . د امارتونو او ولایتونو عصر او دوران تېرشوی دی . د وخت له غوښتنو او شرایطو سره سم ملي ، افغاني او اسلامي فکر سره خپل وطن او خلکو ته نجات ورکړئ.
    احمد بریال

    • مننه بريال محترمه.
      جګړو ناخوالو هجرتونو او ځان ځاني ستومانه کړي يو. دا هيواد مو عزت ده عفت او وقار ده. د تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا د ځان غوښتنې او د واک د انحصار له امله په جګړو اخته يو. نور ستړي شوي يو. که يو بل د منلو زغملو او په ګډه په دغه ګډ هيواد کې د سولې په فضا کې د ژوند او ددغه ګډ هيواد د جوړولو هنر زده نه کړو ورکيږو او تباه کيږو. نه به له ګاونډیانو او نه هم له نړئ سره د سيالي وړتیا ولرو.

  3. لکه قاتل جاسوس او غله ډبل عبدالله ۲۰۰۱ کال کښي په جګ اواز چیغی وهلی چی امریکایان باید ددی څخه غټ غټ بمونه په افغانانو راوغورځاوی او نن ورځ همدا د غټو غټو بمونو صحنه په هلمند کښي روانه دی او د فریبی جګړی نام لاندی غوښتل کیږی چی غیرتی ملت سلسلئي تام په قتل ورسوی !!! لکه د پخوا شوروی په شان امریکا د افغانانو تباهی ته ناستومانه هلی ځلی کوی ! ددوګما کمونستانو حکمرانی کښي د اشرارو تر نام ټول بی ګناه افغانان ئي په قتل ورسول او کلی او ښارونه ئي وحشیانه له مینځه یووړل او هغه وحشی صحنه اوس امریکا د طالبانو شعار لاندی ( په حقیقت کښي همدا غلامه تربیه شوی ډله طالب لکه د نورو تربیه شوو تنظیمونو ډلو او تربیه شوی غلام دیموکراتان دامریکا تام مطیع او غلامان دی ) ئي اوس د هلمند پاکو او غیرتی هلمندیانو تباهی باندی لګیا دی اوددی بی رحمانه قتلونو د یادو خائينو قاتلو ډلګیو له خوا تود هرکلۍ کیږی ، هلمند به یوازی هدف پاتی نشی بلکه نورو سیمو کښي به هم د افغانانو قتلونه دوام ولری ، منورین باید د ملت تباهی ته خاموشه پاتی نشی او ددی پر ضد اوازو راپورته کولو لپاره سره راټول شی او د افغانانو دا روانه تباهی خپلو اوازو په واسطه جهان ته عملی ښکاره کړی !!!

  4. سلام
    اخلاقا ستونزه چېرې ده : ستونزه داد چې افغان افغان وژنی دڅه لپاره ؟ د جاه طلبی ،قدرت ، مقام اوشخصی زعامت لپاره دایوځل نه ده په وار وار دجهاد له پیله دغه سیالی په دې ریا کارانو کې لیدل شوې ده .« داستعمار په خره سپرېدل یو مفهوم لری » هغوی چې پرون یی موږ ته اشرار ویلی او زموږد عقیدې دښمن وو خو همدغه وطن پلرونکی نن په ارګ کې ناست دی او حکومت له دننه هرډول بن بست ته را کاږی فتنه جوړوی او پلمې کوی. دغو پرچمیو اوخلقیو ځانونه قطرته ورسول له بلې خو دلته دخلیل زاد په سیاسی ترمینالوژی کې اصلا دبین الافغانی تر واژې لاندې نصاب هم نه وو ځکه کمو نست او غیرکمونست ،ګروهی اوغیر ګروهی خلیل ته مطرح نه دی بلکې هغه چا سره دغه زوړ دیپلومات د سیمې په کچه اړیکی نیسی چې قوی لوری پر کمزوری کړی. بین الافغانی باید دنصاب ،اهلیت، سابقه، موقف ،شخصیت اولید لوری حیثیت اوعزت پر بنسټ او عرف ولاړ وی نه د توی لودګانو باندې .
    تاسې وګوری اوښه ځیر شی:
    دعفوې نړیوال سازمان د عامه تلفاتو شمیره زیاته ښیی اود کډوالو شمېره د۳۵۰۰۰ شاو خواکې تخمینوی
    حالت بوږنونکی بولی او ښکاری چې خواخوږی لری ځکه بشری ناوړین یې هم شمیری.
    اسدالله بی مسلکه سرپرست دسیمې ګونګ حالت څخه په اټکل وار خطا غږیږی حتی دامنیت عمومی بڼه نشی سکرایب کولی داشو د جمهوری اسلامی افغانستان ددفاع وزیر.
    حمدالله خان بیا خپل ولس ته لکه حفیظ الله امین له ګواښ اوپټکو وروسته دکډوالو شمیره ۱۲۰۰۰ وایی خو والی بیا ۸۰۰۰ ښیی اوس پوښتنه داده کله چې دامنیت په لحاظ یوراپور دومره توپیرولری نوبیا دسالګروباجو ته د موتر شوی امرالله سر خوزول یعنی څه ؟
    ستا لیکنه کې دماتم ،غم اوفاجعې اړخ رښتینی دی موږ که هر لوبه کوو په هېڅ صورت باید دمظلوم ملت ستومانه ،ستړ ی ،جنګ اوشخړو ځپلی حالت هېر نه کړو .خوسوله مه هېروی چې دهر دجال ا و دلال لپاره ستر جال دی

  5. زه خو په دی عقیده یم چی:
    زموږ او زموږ د سرنوشت د څرنګوالی په باب د لسیزو لسیزو په اوږدو کی نورو غټو اربابانو تصمیمونه نیولی دی او تصمیمونه نیسی.
    که زما دا باور د دروندوالی او ثقلت له امله د هضم او منلو وړ نه وی نو دا نظر خو می باید د منلو وړ وی:
    نن زموږ د اجتماعی – سیاسی – کلتوری – اقتصادی هویت بدن لڅ غوندی احساسیږی او یخنی او ګرمی مو ځوروی، د هویت د بربنډ بدن د سَتَر او پوښېدو لپاره مو مخی ته فقط دوې جوړی متفاوتی جامې پرتی دی، یقیناً له دواړو جوړو څخه فقط د یوی جوړی د انتخاب توان لرو او د دواړو جوړو ترکیب او د یوی جوړی تشکیل هم علماً او عملاً ناممکنه ښکاری.
    لومړۍ جوړه جامې : د وریښمینو یا پنبه یا وړیو څخه جوړی سوی جامی ( خو ظاهراً خیرنی او څیری او د تنګو جیبونو او پراخ بارچاک او نورو وړوکو او لویو عیبونو درلوونکی جامی چی یقیناً د ترمیم او سمبالتیا وړ دی ) .
    پورتنی تشریح سوی جامه = اوسنی نظام او قانون او دولت ( البته په هیڅ توګه د کوم خاص شخص د ملاتړ خبره مطرح نه ده او نه هم کوم خاص شخص د نظام مفهوم لری بلکه شخص او اشخاص د نظام یو جزء ګڼل کیږی ) .
    دوهمه جوړه جامې : د بورۍ او ګونۍ او بوریا څخه اُدلې جامی چی پوست خوږوونکی فلزی عناصر هم پکی کارول سوی دی او یوازنئ هنر ئی شاید دا وی چی د ځانی امنیت د ضمانت توان درلودای سی نور نو هیڅ هنر نلری ضمناً د پرتوګاښ د لرګی د لاسته راوړلو اجازه ئې هم له پنجاپی جنرال او مُلا څخه تر لاسه سی ( چی البته ددې زیږی جامی اغوستل یو ځل تجربه سوی دی ).
    پورتنی تشریح سوی جامی ( دوهمه جوړه ) = طالبی حاکمیت.
    امّا اصلی غوڅ مطلب:
    فرصت طلبی او اپورچونیزم یوه خائنانه کړنه ده ( چی هر څوک ئې هر وخت او هر ځای مرتکب وی ) .
    دا به ډیره ځوروونکی صحنه وی چی یو روشنفکر ( چی تر پرون ورځی څلور نیمو بجو پوری د نظام طرفدار ؤ )یا یو عسکری صاحب منصب چی ټول ژوند ئې د کودتاه ګانو او کودتاچیانو په اطاعت کی تیر کړی دی او حتی تر پرون پوری د نظام په ننګه جنګیدی ، نن د بی شماره تشویشونو په منګولو کی ځان احساسوی او د یو احتمالی بدلون په فضاء کی د اطمنان او ډاډ ماسک پر پزه تړی او په فرصت طلبانه توګه دې او هغه ښاخ ته خوځیږی.
    که رشتیا هم باټی نه ولو او د وولس او وطن د سوکالی هیلی او ارمانونه لرو نو الزاماً باید پر ځانو سرې کرښی را تاو او مستقیماً او بېله ډار او بیری خپل فکری او عقیدتی خط معلوم یا د نظام په بغل کی په کلکه ودریږو یا د طالب په بغل کی په فزیکی او عینی توګه ودریږو.
    دا نو خیانت دی چی د ” رابرټ مرداک ” په جیب تمویل کوونکو تلویزونو کی ناست یو او یا په نورو رسنیو کی مو ژبه او قلم د طالب د ډُول نڅا ته وقف کړې ده خو ډوډی د کابل د تنور خورو.
    بناً
    د ملی بقا لپاره همدا یوه لیاره لرو او بس:
    په کلکه د نظام ملاتړ ( البته د ژورو او پراخو اصلاحاتو د ضرورت د احساس پیاوړتیا ئی په څنګ کی )
    ځکه
    وریښمینی یا وَړینی جامی که هر څومره خیرنی او څیری هم وی بیا هم د مینځلو او رَغَولو قابلیت لری حال دا چی طالبی جامی د ګونۍ او بوریا څخه جوړی سوی جامی نه د مینځلو وړتیا لری او نه د ګنډلو، اُتو خو پریږده.
    وروستی خبره:
    احمد او محمد د افغان پتوګه کولای سی د نظام په بطن کی پخپلو سالمو رأیو سالم او صالح کسان پارلمان ته ولیږی او یا له نورو قانونی – مدنی لیارو د حکومت پر بدنه د فساد د کمولو او ورَکولو په موخه فشار وارد کړی او د اصلاح لامل سی
    خو
    احمد یا محمود به دا توان ونلری چی د طالب مرموز بطن د هغه څخه خالی کړی یا بدلون پکی راولی کوم چی د وولس د هراړخیزو ښېګڼو خلاف دی ځکه هغوی د لندن او لاهور او یا حتی واشنګتن څخه هدایات او هدایاوی تر لاسه کوی ضمناً دا توصیه هم غیرمنطقی ښکاری چی مثلاً نظام باید په هره بیه چی وی له طالب سره سولی ته چمتووالی وښئی او تر ټولو غیر منطقی به دا تفکر وی چی د دواړو ( نظام او طالب ) د نفی د شعار د عملی کیدو تمه تبلیغ سی.

  6. اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته!

    الله مو کامیاب، سرلوړي، آباد، تاند او تازه لره و حیدي صاحب محترم، ښکلی او اړینه موضوع مو څیړلي ده، الله تعالی دي په مسلمانانو ورحمیږي، انشاءالله هیله لرو چی حالات به سم شي، که خپلو مسولیتونو ته زیر شو او په هره بیه او قیمت چی وي تعلیم او د ښکلي هیواد افغانستان لپاره تر خپلي وسي کار وکړو..

  7. دروند غلا حضرت چار موښه
    ډيری وخت په تاند کي يواځي ګيلي او تيرو تني د بعضي ليکوالانو له خوا ليکل کيږي بي له د چه همدا ليکوالان د مشکل د حل له پاره داسي يو وړانديز وکړي چه د کړني وړ او د افغان اولس په ګټه وي ، دا خلک دد نظام ضد کوم الترناتيو نه لري. په زړه پوري خو لا داده چه ددو ښاغلو ليکني لکه دع شريف زاد او ښاغلي غروال تکراري دي ، خو خپل نظر واضح نه بيانوي
    زه خپل نظر ستاسو له نظر سره شريکوم، بله الترناتيوه نشته همدا نظام په سر دد ټولو نيمګړتياوو به افغانستان له د بد بختي راباسي.

  8. داسی ښکاری چه امریکایانو د داسی قتلونو پروګرام له اوله درلود. د هغوی او تالیبانو د تړون دوهمه ماده مرموزه ده او د هغی په ترڅ کی له خپلو اجیره قواوو نه استفاده کوی ترڅو افغانی سوله رانسی. خپل اجیران نه اداره کوی، سره خطونه زیات او د بی باوری فضا لا زیاته وی.
    هوښیار پښتانه مسلمانان باید ټول تر فشار لاندی ونسی او یوه ته هم د نور بیځایه افغان وژنی جواز ورنکړی. هغه کسان چه بی باروی مینځ ته راوړی هغه وغندی او د هغوی د چپولو لپاره له خپل قلم نه کار واخلی.
    خو کنځلی نه!!!

  9. سر مست
    زه نه پو هیږم چې د کومې کړکی څخه زما تبصره تاکتلې ده یوځل یی بیا تکرار کړه که عینکې نه لرې او یاچپی یی دازما ګناه نه ده زه دغوایی له مزدورانو او وژونکو سره حساسیت لرم ته مستعارنوم کی هم سر یی او هم مست دواړه یی خو نه پوهیږم چې دریاضی په فورمول کې ستا دپوهې کچه دومره ده چې ددواړو نو مونو ظرفیت ترلاسه کړی او که هسې په اټکل ګپ ولی . زما هدف د ټولنې دیوه لوی اکثریت او دولس په تناسب او انسانی ارزښتونو دی چې ته او زه یې مسوله یو نه د یوه محدود اوکلیشه ای نظام او ډلې وایی چې بنی ادم یو دبل غړی دی چې په پیدایښت کې له یوه ګوهره دی ………………….الخ دهلمند دخلکو دوژنو اجصایه کې کوم ځای تکراربولې رښتیا احصایه یا امار د یوه سمپل په توګه تعریف کولی شې؟ فاجعه اوجنایت نه ده نو څه دي شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی؟

  10. یوه خبره زما هیره سوه چه ویی لیکم: که داسی نه وایی چه اوسنی اصولی انارشی د قران او سنت په تفسیر کی نوای نو ما به د وحید سیب خبره بی له کوم چون او چرا منلی وای. متاسفانه استعماری ګوډاګیانو د سید جمال الدین الافغانی له وخته تراوسه لا نور هم داسلام د نامطلوب تفسیرونو په میدان کی پرمختګ کړی او اوس هر څوک د خپلی ګیدی ملا او یا استعماری ډولو ته نڅا کوی. مونږ ولیدل چه اوسنی قانون اساسی څنګه د غرب د ملایانو په توطئه تهیه سو. نو د کابل د اداری پیشنهاد چه موضوع د قران او سنت له مخی باید فیصله سی یوه بله مرموزه توطئه بللای سو ځکه هغه به نوی جنجالونه راپورته کړی. په دی دلیل په اوسنی ابتدایی مرحله کی یوازی د حنفی مذهب احکام خبری ژر حل کولای شی.
    داسی ښکاری چه تالیبانو سره د مراکش مشهور عالم الریسونی لیدلی او هغه که څه هم مالکی مذهبه ده خو زما په نظر هغه نن سبا د اسلامی نړی د ناپیلو او آزاد علماوو په لړ کی له ټولو نه په اسلامی اصولو ښه آکاه او نور یی ساری نه وینم. وهابی او ازهری ملایان د باور وړ ندی.که تالیبان د اسلام خیر غواړی نو باید له هغه نه د یو مشاور په توګه د مشورو اخیستنه په ځان فرض وبولی. نو کله چی د افغانستان په نوی اساسی قانون بحث کیږی د ریسونی او نورو همغږه علماوو له مشورو نه به هم تالبان او هم ټول ترقی غوښتونکی مسلمان افغانان ګڼه ووینی. و من الله التوفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب