دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد جګړې له امله بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

د جګړې له امله بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

تاند(جمعه، د میزان ۲۵) د هلمند له تازه جګړې بې ځایه شوي کسان وایي، تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

هلمند کې د کډوالو چارو مشر محمد رامین وایي، نږدې اته زره کورنۍ بېځایه شوي چې د مرستې لپاره یې د دغو کسانو سروې او نوملیکنه پيل کړې ده.

بېځایه شوي وایي، که مرسته نه ورسره کېږي، دومره دې وشي چې سیمې یې له جګړې خلاصې او دوی بېرته کورونو ته ستانه شي.

د هلمند ځایي خبریالان وايي، لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې اوس د جګړې شدت یو څه کم شوی دی.

دا خبرې داسې مهال راپورته کیږي چې څو ورځې وړاندې په هلمند کې درنه جګړه پیل شوه چې ډیری خلک یې له خپلو کورونو بې کوره کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب