یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې پر هلمند د برید...

امرالله صالح: طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې پر هلمند د برید لپاره تیاری نیولی و

تاند (جمعه د میزان ۲۵) عبدالله عبدالله وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پر خلکو باندې د امارتي نظام تحمیلول ناسمه محاسبه ده او هېچاته د منلو وړ نه ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دغه څرګندوې نن په کابل کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د وژل کیدو د دویم تلین په مراسمو کې وکړې.

د عبدالله په خبره که چیرې طالبان دا محاسبه لري چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره به د سولې خبرو کې برلاسي شي، هېڅ امکان نه لري او جګړه ورسره نوره هم زیاتېږي چې دغه کار افغانستان له سولې بې برخې کوي.

نوموړي زیاته کړه: «که محاسبه داوي چې بهرنیان له افغانستانه وځي او بیا به د طالبانو امارت پر خلکو وتپل شي، دا په هیڅ حال کې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.»

ښاغلي عبدالله د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو موضوع اوس مطرح نه ده او ښايي په راتلونکې کې پرې بحث وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر دغه راز زیاته کړه، سولې ته رسېدل باید د خلکو په ویاړونو او هویت باندې لوبه کول ونه اوسي او په قطر کې ناست طالب او افغان پلاوي باید له زغم څخه کار واخلي.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر هلمند د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې وویل چې دغې ډلې له تیرو څو میاشتو راهیسې پر هلمند د برید لپاره تیاری نیولی و، خو له ماتې سره مخامخ شول.

جنرال عبدالرازق دوه کاله مخکې په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو، چې د وژنې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب