جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد: کوتره مونږ ته تسلیم شوه

ذبیح الله مجاهد: کوتره مونږ ته تسلیم شوه

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په بغلان ولایت کې د نامسؤله وسله والو قوماندانه کوتره له طالبانو سره یو ځای شوې ده.

مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، یاده وسله واله مشره له خپلو وسله والو سره یو ځای هغوی ته تسلیم شوې ده.

ښاغلي مجاهد لیکلي، «نن د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ سجانو سیمه کې د (کفتر) په نامه ښځینه قومندانه چې د دښمن لخوا تیر ایستل شوې وه او ظاهرا د اسلامي امارت د مجاهدینو په مقابل کې ولاړه وه، له خپلو افرادو سره او وسلو سره یوځای مجاهدینو ته راغله.»

مجاهد دغه خبر مهم بللی او لیکلي یې دي چې، د یادې وسله والې ډلې د دعوت او ارشاد مسئولینو د کوترې هرکلی وکړ.

خو دا څرګنده نه ده چې قوماندان کفتر تر لاس لاندې وسله وال لرل او که نه. د طالبانو ویندوی هم نه دي ویلي چې له هغې سره څومره کسان د طالبانو لیکو ته اوښتي دي.

د قومندانې کوترې اصلي نوم بي بي عایشه ده او ویل کېږي چې نوموړي د شوروي ځواکونو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. عجب خو دا ده چې د طالبانو مړي په هلمند کې په لارو کې پراته دي او دوی بیا خپل شرم ته اوبه ورکوي او داسې خبرونه ورکوي.
    ځلاند نامې بیا یا په شعوري یا غیر شعوري ‌‌‌‌‌‌ډول دې تبلیغاتو کې مرسته ورسره کوي.

  2. له دې نه به څه جوړ شي؟ کله چې طالبان د یوې کوترې په تسلیمېدلو دومره ویاړي او خبر ترې جوړوي، دا نو داسې ښکاري چې تر ډېر فشار لاندې دي او په هلمند کې یې د جلال اباد د جګړې په شان تاریخي ماتې خوړلې او په لسهاوو تورمخي هم پکې مردار شوي دي. درناوي

  3. کوتره خوارکۍ یوازنی مرغه دی چی هر څوک مینه او مېنه ورکی هغې ته تسلیم ده او یوازنی مرغه دی چی تسلیم هم نه سی کوم زیان نه سی رسولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب