شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههوګو لارېنس: د ټرمپ غیرمسوولانه څرګندونې افغانستان او امریکا ته خطرونه جوړوي

هوګو لارېنس: د ټرمپ غیرمسوولانه څرګندونې افغانستان او امریکا ته خطرونه جوړوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۳) د ټاکنو د ګټلو لپاره په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو په اړه د ټرمپ غیر عملي څرګندونې به د امریکا ملي امنیت ته خطرونه جوړ کړي.

د امریکا شپږو هغو سفیرانو چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی په یوه لیک کې د ټرمپ له حکومت غوښتي چې له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي.

د هغوی په خبره له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به نه یوازې افغانستان بلکې امریکا ته هم ستر خطرونه جوړ کړي.

د دې سفیرانو له ډلې هوګو لارېنس ویلي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې غیر مسوولانه دي.

د هغه په خبره دی ډاډه دی چې ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا له امنیتي او دفاعي ادارو او د واشنګټن له متحدینو سره هېڅ راز مشوره نه کوي، بلکې له هرې څرګندونې کمپایني موخې لري چې دا د امریکا ملي امنیت ته ستر خطر دی.

هغه وايي په افغانستان کې لا هم خونړۍ جګړې روانې دي، افغان حکومت د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري نو واشنګټن ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

لارنس د پاکستان په اړه ویلي چې دغه هېواد لا هم د طالبانو ملاتړی دی او د یادې ډلې ټول مشران په پاکستان کې دي خو پر وړاندې یې د امریکا فشارونه هم ګټور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب