سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهامریکا: امریکایي قراردادیان افغانستان کې د غلا په تور محاکمه شوي

امریکا: امریکایي قراردادیان افغانستان کې د غلا په تور محاکمه شوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۳) په امریکا کې یوې محکمې هغه امریکایي قراردادیان محاکمه کړې دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي نظامي اډو غلاوې کولې.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي په افغانستان کې یې د امریکايي پوځ هغه دوه قراردادیان محاکمه کړي دي چې په کندهار کې یې له نظامي اډو د پوځ تجهیزات او توکي ایستل او له افغان ملګرو سره یې په ګډه پلورل.

د محکمې په خبره دغه کسانو امریکایي پوځ ته خیانت کړی، دوی ته یې دوکه ورکړې ده نو له همدې امله به خپله سزا ويني.

دغه دوه امریکایي وګړي تورن دي چې له نظامي اډو یې یخچالونه، موټرونه، نظامي تجهیزات او نور د اړتیا وړ توکي ایستلي دي او یا یې هم د نورو کسانو په لاس د یادو توکو ایستلو ته زمینه برابره کړې ده.

تر دې وړاندې هم ګڼ امریکايي وګړي په افغانستان کې له امریکایي اډو د غلا او دغه راز په قراردادونو کې د فساد په تور محاکمه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب