شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حملو په نتیجه کې ۳۵ زره هلمندیان بې ځایه...

د طالبانو د حملو په نتیجه کې ۳۵ زره هلمندیان بې ځایه شوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۳) په هلمند ولایت کې د طالبانو د وروستیو پراخو حملو په نتیجه کې شاوخوا ۳۵ زره تنه بې ځایه شوي او اکثره یې د ولایت مرکز لشکرګاه ته تللي دي.

نن څلورمه ده چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د لشکرګاه په شل کیلومترۍ کې سخته جګړه روانه ده.

هلمند ته د کومکي ځواک له رسېدو سره سره دا ځواکونه بریالي شوي نه دي چې طالبان له هغو ځایونو په شا وتمبوي چې په باباجي سیمه، نادعلي او ناوه ولسوالیو کې یې د یکشنبې په شپه نیولي دي. خو امنیتي ځواکونه د هوايي ځواک په ملاتړ توانېدلي چې طالبان پرمختګ ته پرې نږدي.

مرستندویان وايي چې لشکرګاه او نورو سیمو ته ۵۳۰۰ کورنیو د جګړې له لاسه پناه وړې ده.

په لشکرګاه کې یوه تن احمدولي تاند ته وویل چې د ده کوچني کور ته لسو کورنیو پناه وروړې ده او ډېرې نورې کورنۍ هم له دې ډول حالت سره مخامخ دي.  خو هغوی چې په ښار کې څوک نه پېژني له خورا بد حالت سره مخامخ دي.

دا بریدونه د طالبانو او امریکا د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې او په قطر کې له بین الافغاني خبرو وروسته د طالبانو تر ټولو پراخ یرغل بلل کېږي.

په هلمند کې د جګړو شاهدانو تاند ته ویلي چې په باغونو کې بې شمېره مړي پراته دي. د دوی په باور اکثره وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي چې هڅه یې کوله د لشکرګاه ښار په لور پرمختګ وکړي خو د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو یا بمباریو کې وژل شوي دي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین، چې په خپله د جګړې څارنه کوي، پرون (سې شنبه) لشکرګاه ته له رسېدلیو تازه دمه کومانډو ځواکونو سره په خبرو کې وویل « د سولې او امن ضد دښمنان به هغه خوب ګور ته يوسي، چې د هلمند او لښکرګاه د سقوط لپاره يې ليدلی و.»

ده ټینګار وکړ چې لشکرګاه له هر ډول خطره خوندي ده او دا مهال امنیتي ځواکونه د هوايي ملاتړ په مرسته د خپلو کمربندونو پر پراختیا بوخت دي.

خو جنرال یاسین ونه ویل چې ایا امنیتي ځواکونو هغه سیمې بېرته نیولي چې طالبانو روانه اوونۍ ونیولې.

د بشري مرستو مرستندویان وايي چې طالبانو په وروستیو بریدونو په افغانستان کې یو بل ستر بشري ناورین رامنځته کړی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ad%d9%85%d9%84%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d9%be%d9%88/

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل مشروط دي چې یو شرط یې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدا ده.

د دوشنیې په ورځ له یوې اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا هوايي ځواک د طالبانو پر مورچو بمباري وکړه او په دې توګه یې دې ډلې ته وښوده چې که پر خپله ژمنه نه درېږي نو امریکا هم خپل دریځ بدلولی شي.

1 COMMENT

  1. والله پوهېږم چې د سولې خبرې څه معنی لري. که زما له لاسه پوره وای اوس به مې د کوني ملا برادر او دا نورو وطن پلورونکو دلالانو سرونه پرې کړي وای او ددوی په کونو به مې ور مڼدلي وای. دا په قران چې د ابلیس اولاده دي. داسې ملعون او شرمېدلي خلک د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نشته. داسې په بې رحمي افغان نسل وژنه رونه ده او له دلال طالب د سولې توقع. دا سل په سلو کې د پاکستاني چلوانو او ایراني حرمونو اخوندانو امر دی. تف لعنت دی په دې بچه بېرشانو او ددوی په بادرانو وي. فارسي ژبي وايې« از صد خوني نترس او از يک کوني بترس» داسې طالب به وی چې کونه یې نه وي ورکړې؟ ددوی په سترګو کې حیا نشته. خپله بچه بېریش او نارې د اسلام او جهاد وهی. افغانستان مو تباه کړ کونیانو. انشاءالله چې ډېر ژر به تاسې ټول خبیثان مردار شئ. ما قسم کړی و چې نور به کنځل نه کوم، خو دا حرمونو ته کنځل د اسلام له نظره فرض دي او صواب یې هم تر ټولو ډېر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب