شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد لغمان په چاودنه کې د مرګ ژوبلې ارقام ۱۷ ته پورته...

د لغمان په چاودنه کې د مرګ ژوبلې ارقام ۱۷ ته پورته شو

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۳) دلغمان په مرکز مهترلام ښار کې په شوې بمي چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام ۱۷ ته لوړ شو.

د والي ویاند، اسدالله دولتزی وايي، چاودنه نن سهار د پولیسو په رنجر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان شوي دي.

نوموړی وایي په ټپيانو کې یو پولیس افسر هم شامل دی او په خبره یې نور ټول ملکیان دي.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لغمان کې بمي چاودنې زیاتې شوي چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

له دې وړاندې د لغمان د والي پر موټر هم بمي چاودنه شوې وه چې په کې د والي د ساتونکو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

لغمان کې چاودنې ۳ تنه ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۳) د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښارکې نن سهار د پولیسو پرموټر ماین چاودنه کړې.

د والي ویاند، اسدالله دولتزی وايي، چاودنه کې تر دې دمه ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

دولتزی زیاتوي، چې چاودنه په موټر پورې نښلول شوي ماین کړې او په کې یو پولیس افسر هم ټپي شوی دی.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لغمان کې بمي چاودنې زیاتې شوي چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

له دې وړاندې د لغمان د والي پر موټر هم بمي چاودنه شوې وه چې په کې د والي د ساتونکو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب