دوشنبه, مې 6, 2024
Homeسپورتد جاويد احمدي ښې لوبې آمو لوبډله بریالۍ کړه

د جاويد احمدي ښې لوبې آمو لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( سه شنبه، دمیزان ۲۲) د افغان کرکټ بورډ له لوري د پنځو زونونو تر منځ د غازي امان الله خان ليسټ اې سيالۍ په کندهار دوام لري.

د دې سیالیو په دریمه لوبه کې تېره ورځ آمو بوسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې بوسټ لوبډلې د لوبې پيل وکړ او د پنځو لوبغاړو په سوځيدو يې په ټاکلې پنځوس اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۲۱۶ منډو هدف ورکړ.

د بوسټ لپاره په توپ وهنه کې احسان الله جنت ۶۹ منير احمد کاکړ ۴۷ او ناصر جمال د درېو څلوريزو په مټ په ۹۸ توپونو باندې ۷۰ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

په مقابل کې آمو لوبډلې د لوبډلمشر جاويد احمدي د ۱۲۵ منډو په مټ ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۶ام اور کې د ۳ لوبغاړو په زيان پوره او لوبه یې وګټله.

د یادو سياليو په لومړۍ لوبه کې بند امير لوبډلې په شپږو ويکټو بوسټ لوبډلې ته او مس عينک لوبډلې د ۳۸ منډو په توپير سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده چې نن د سپين غر او بند آمير لوبډلې ترمنځ لوبه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب