Homeخبرونهاروپايي ټولنې افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې

اروپايي ټولنې افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې

تاند (سه شنبه، دمیزان ۲۲) اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي، چې پر لښکرګاه د طالبانو برید او هلته وروستیو نښتو وښوده، چې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

نوموړی وایي یادو نښتوته په کتو لیدل کېږي، چې په دې برخه کې پر شته هوکړو عمل نه کېږي.

کوبیا ویلي روان تاوتریخوالی سره له دې، چې باید وغندل شي د دې اړتیا ده چې پر وړاندې یې عملي اقدامات وشي.

د نوموړي په خبره ټولو اړخونو ته په کار ده چې دغه تاوتریخوالی وغندي او تر څنګ یې د دوام د مخنیوي لپاره عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.

اروپايي ټولنې داسې مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې چې، دوی د سولې د بهیر ملاتړي دي او د دوحې د هوکړې ملاتړ یې هم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...